سرتاج عزيز: له طالب اړیکې په ګټې سولې ته کار کوو

Image caption سرتاج عزيز به په دغه سفر کې افغان ولسمشر ته د پاکستان د سفر بلنه ورکړي

د پاکستان د حکومت یو لوړ پوړی چارواکی وایي، اسلام اباد چمتو دی چې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د افغانستان د سولې له عالي شورا او حکومت سره مرسته وکړي.

په امنیتي او بهرنیو چارو کې، د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف ستر سلاکار سرتاج عزیز کابل ته په خپل لومړي سفر کې وویل، چې پاکستان له وړاندې له طالبانو سره اړیکې لرلې او له دغو اړیکو به په افغانستان کې د ثبات په ټنګښت کې کار واخلي.

ښاغلي عزیز، د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر زلمي رسول سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل، نوی حکومت یې له افغانستان سره نیکې اړیکې غواړي.

د پاکستان د لومړي وزیر ستر سلا کار سرتاج عزیز وايي، کابل ته یې د دوستۍ پیغام راوړی او نوی حکومت له افغانستان سره د نیکو اړیکو پیاوړي کېدل غواړي.

ښاغلی عزیز لومړنی لوړ پوړی پاکستانی چارواکی دی، چې په دغه هېواد کې د نوي حکومت له جوړېدو را وروسته کابل ته سفر کوي.

سرتاج عزیز د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر زلمي رسول سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل، افغانستان په حساس پړاو کې دی ځکه د ده په ټکو ناټو ځواکونه وتونکي دي او هم مهاله سیاسي لېږد هم تر سره کېږي.

ښاغلي عزیز وویل، حکومت یې له طالبانو سره تماسونه لري او چمتو دی، چې له دغو اړیکو نه د افغانستان د سولې په بهیر کې ګټه واخلي او دا هغه څه دي، چې افغان حکومت او د سولې عالي شورا یې په وار وار غوښتنه کوي.

"همغسې، چې مخکې مې وویل، موږ له طالبانو سره له وړاندې اړیکې درلودې. خو پر هغوی کنټرول نه لرو. د افغانستان د سولې عالي شورا له موږ نه غوښتنه وکړه، چې له طالبانو سره د کتنې او د هغوی د بېرته خوندي ستنېدو زمینه برابره کړو. موږ همغسې وکړل، زمینه مو ورته برابره کړه او هغوی خپل هدف ته ورسېدل. موږ دارنګه د سولې د شورا په غوښتنه ۲۶ تنه طالب زندانیان هم ازاد کړل او د هغوی د بېرته ستنېدو موقع مو هم برابره کړه. که په راتلونکې کې هغوی له موږ څخه غوښتنه وکړي، موږ چمتو یو چې خپل رول ولوبوو خو البته په مناسب وخت کې او د ښکېلو غاړو په مشوره."

د پاکستان دغه لوړ پوړی چارواکی دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې له دې وړاندې د ولسمشر کرزي په کډون نورو لوړ پوړو افغان چارواکو پر پاکستان تور پورې کړی، چې د افغانستان د سولې له بهیر سره سمه مرسته نه کوي. خو ښاغلی عزیز وايي، چې د افغانستان په سوله کې د پاکستان خیر دی.

په همدې حال کې د افغانستان د بهرنیو چاروو زیر زلمي رسول هیله وښوده، چې د پاکستان له نوي حکومت سره به اړیکې پراخې کړي.

"د افغانستان دولت هیله من دی، چې د پاکستان له نوي حکومت سره په ټولو برخو کې خپلې همکارۍ ډېرې کړي. موږ غواړو له نوي حکومت سره د ترهګرۍ او توندلارۍ پرضد مبارزه، سیاسي همکاریو، د سولې په پروسې او د خلکو تر منځ په اړیکو کې د پام وړ همکاري ډېره کړو."

ښاغلي رسول وویل، له پاکستانه د افغانستان غوښتنه دا ده، چې د افغانانو په مشرۍ د سولې د بهیر ملاتړ وکړي او دوه اړخیزې اړیکې پراخې شي.

د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار کابل ته په خپل سفر کې ولسمشر کرزي ته د پاکستان د سفر بلنه ورکړه.

تر دې وړاندې هم ښاغلي کرزي ته د اسلام اباد د سفر بلنه ورکړل شوې.

ټاکل شوې، سرتاج عزیز به په دغه سفر کې حامد کرزي سره هم لیده کاته ولري.

ورته مطالب