خیبر پښتونخوا کې ۲۲ جسدونه موندل شوي

Image caption چارواکي وايي جسدونو ته په کتو داسې برېښي چې دوه ورځې مخکې وژل شوي

د پاکستان قبايلي سيمه خيبر ايجنسۍ کې چارواکي وايي د ۲۲ کسانو جسدونه موندل شوي، چې په ډزو وژل شوي دي.

د دغې ايجنسۍ يوه چارواکي بي بي سي ته منلې چې د پنجشنبې په شپه له باړې بازار نه څو کيلومتره لرې په اکاخيل سيمه کې د ۲۲ کسانو مړي چې نه پېژندل کېږي، موندل شوي دي.

ده ويلي تر اوسه نه ده معلومه چې دغه کسان څوک دي او دوی چا وژلي، خو ظاهرآ داسې برېښي چې دغه کسان د امنيتي ځواکونو په روانو عملياتو کې وژل شوي دي.

د ده په خبره ټول جسدونه زيات مسخه شوي او همدې يې پېژنده سخته کړې ده.

پاکستاني چارواکي وايي دغو جسدونو ته په کتو داسې برېښي چې دغه کسان دوه ورځې مخکې وژل شوي وي.

د خېبر ايجنسۍ چارواکو ويلي درست جسدونه يې د شاه کس په نوم يوې بلې سيمې ته وړي او هلته يې په امانت ډول ښخ کړي دي.

بل خوا د باړې ځايي خلک وايي وژل شوي ټول تندلاري دي، چې د امنيتي ځواکونو له لوري د بېلابېلو عملياتو پر مهال نيول شوي دي.

خو په رسمي ډول دا ادعا نه ده تاييد شوې.

رمضان مياشت

ګومان دا دی چې په باړه کې له څو کلونو راهيسې د تندلارو ډلو پر ضد د حکومتي ځواکونو د عملياتو لړۍ روانه ده.

خو د رمضان په مياشت کې په باړه او يا شاوخوا سيمو کې د تاوتريخوالي کومه پېښه نه ده شوې او نه هم د عملياتو په اړه خبر ورکړل شوی دی.

تر دې وړاندې هم د باړې په سيمه کې څو ځله د تندلارو د جسدونو د موندلو پېښې ليدل شوي دي.

د بي بي سي خبريال وايي، هرکله چې د عملياتو پر مهال پر امنيتي ځواکونو لوی بريد وشي، نو په بله ورځ يې د تندلارو جسدونه موندل کېږي او دغه لړۍ له څو مياشتو راهيسې روانه ده.

له دې پرته د باړې په سيمه کې د تندلارو له لوري د تښتول شويو کسانو جسدونه هم موندل کېږي.

ورته مطالب