پاکستان کې راوتلو سېلاوونو ۱۱ کسه وژلي دي

Image caption د سيلاوونو له امله په چارسده کې سړکونه د ټرافيکو پر مخ تړلي دي

د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمير په ګډون د هېواد په ډېرو سيمو کې د اورښتونو له امله راوتلو سيلاوونو ۱۱ کسه وژلي او زيات نور يې ژوبل کړي دي.

د پاکستان حکومتي رسنۍ وايي د کشمير په باغ او راوالا کوټ سيمو کې د اوسنيو بارانونو له امله شپږ کسه وژل شوي دي.

په باغ سيمه کې درې کسه هغه مهال سيلاو وژلي چې موټر يې د سيلاو څپو پسې واخيست .

دغه راز له راوالا کوټ سره نژدې د هجيره په کلي کې د سيلاو اوبو دوه کسه غرق کړي او دواړه وژل شوي دي.

د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو ښارونو کې اورښتونو او راوتلو سيلاوونو د دوو ماشومانو په ګډون پنځه کسه وژلي او دوه ماشومان بې درکه دي.

د پېښور په ځينو سيمو کې د سېلاو اوبه د خلکو کورونو ته ننوتي او خلک يې د خپلو کورنو پرېښودو ته اړ کړي دي.

د زياتو سيلاوونو له امله په چارسده کې سړکونه د ټرافيکو پر مخ تړلي دي.

بېړنی حالت

په چترال کې چارواکي وايي له تېرو دريو ورځو راهيسې دغلته سيلاوونو بیالې او لښتي له اوبو ډک کړي او خلکو ته يې زيات مالي زيانونه اړولې دي.

دوی وايي چترال سره نژدې د جوغور په سيمه کې تېره شپه څلورو ماشومانو له يوې چينې اوبه راوړلې چې درې يې سيلاو وړي او يو يې زخمي شوی دی.

د جهل مګسي په ولسوالۍ کې د لس ساعته زيات اورښت له امله په ګنداوه او ځينو نورو سيمو کې د سېلاو کچه ختلې ده.

چارواکو دغلته په بېالو او لښتيو کې د اوبو د پورته کېدو له امله بېړنی حالت اعلان کړی او ځايي چارواکو هغو خلکو ته چې په ژورو سيمو کې اوسېږي، د وتلو لارښوونه کړې ده.

ورته مطالب