کوټه کې بمي چاودنې شاوخوا ۳۰ کسان وژلي

د بلوچستان مرکز کوټه کې د يوه پوليس جنازې پر مهال يوه ځانمرګي بريدګر د پوليسو په وينا د يوه جګپوړي چارواکي په ګډون شاوخوا ۳۰ کسان وژلي دي.

پوليس وايي چاودنې لږترلږه ۵۰ نور ټپيان کړي هم دي.

د کوټې پوليسو مشر مير زبير محمود اسوشيېټېډ پرېس خبري اېجنسۍ ته ويلي بريدګر خپل چاودېدونکي مواد د لږ څه مخکې له هغه چې جنازه پيل شي چولي دي.

لا تر اوسه چا د برید پړه پر غاړه نه ده اخيستې.

خو تر ډېره کېدی شي د شک ګوته طالب اورپکيو ته ونيول شي، چې په تېر کې يې په بلوچستان کې ګڼ شمېر بريدونه کړي دي.

دغه ولايت نه يوازې له طالب اورپکۍ سره لاس او ګرېوان دی، بلکې د سنيانو اوشيعه ګانو ترمنځ تاوتريخوالي پېښو او هم د بلوڅ بېلتونپاليو له فعاليت رنځېږي.

د سې شنبې پر ورځ بېلتونپاليو وسله والو له کوټې سره نژدې د بس ۱۳ تنه سپرلۍ وژلي وو.

خبريالان وايي تازه بمي بريدونه په پاکستان کې د روژې مياشت کې د وينو تويونې پېښو اوج څرګندونه کوي، چې د دغې مياشتې اوږدو کې په لږترلږه ۱۱ پېښو کې څه د پاسه ۹۰ کسان ووژل شول.

"لويه چاودنه"

پوليسو وايي د وژل شويو ترمنځ يو هم د بلوچستان پوليسو عملياتو مشر فياض سنبل و، چې په کوټې کې يو له جګپوړیو چارواکيو بلل کېده.

دوی د اسوشيېټېډ پرېس اېجنسۍ ته ويلي مخکې له دې چې ځانمرګی خپل چاودېدونکي توکي وچوي، ښاغلي سنبل پېژندلی و، او له پوليسو يې غوښتي وو، چې ژر يې پلټنه وکړي.

کله چې پوليسو له بريدګره پوښتنې پيل کړې، ځان يې وچاوه.

په اسلام اباد کې د بی بي سي خبريال چارلز هاويلنډ وايي کوټه چې باور دی د افغان طالبانو مشر ملا عمر پټنځای وي، د امنيت کلکو تدبيرونو په کې خپلو نښو ته په رسېدو کې د بريدګرو مخنيوی نه دی کړی.

ځينو ټلوزيونونو چې د پوليس جنازې مراسم يې په ژوندۍ بڼه خپرول د دغې پېښې ژوندي انځورونه خپاره کړي دي. د وژل شويو يا ټپيانو ډېری يې پوليس وو.

جنازه د هغه پوليس وه چې دپنجشنبې لومړيو کې هغه مهال په ډزو وژل شوی و، چې د کوټې دننه له خپلو ماشومانو سره روان و، چې دواړه ماشومان په بريد کې ټپيان شوي دي.

عيني شاهدانو ويلي د بريد سمدلاسه پايلو کې ژړېدونکي پوليس د وينو او د بدنونو ټوټو ترمنځ ګرځېدل، چې د خپلو ملګريو پوليسو لټون يې کاوه او يا په چوپتيا کې ټکان خوړلې برېښېدل، چې شاوخوا سيمه ورسره د پاتې بوټانو او نور څېزونو ډکه وه.

يوه پوليس محمد حافظ د فرانسې خبری اژانس ته د خپلې وېرې او ترهې کيسه کړې، چې بريدګر په کې له پرخچو او ساچمو ډک خپل واسکټ والوزاوه.

ده وويل "زه د جومات دننه وم او د جنازه لمانځه لپاره مو ليکې برابرولې، چې يوه ستره چاودنه وشوه، راووتلم، مړي مې وليدل چې پر مځکه پراته وو، څه مې چې ليدلي څرګندولو لپاره يې خبرې نه لرم. لړزونکې پېښه وه".

ورته مطالب