پر رمشا تور لګوونکي ملا ته براات ورکړل شوی

رمشا
Image caption په پاکستان کې دين ته د سپکاوي سزا مرګ ده

په پاکستان کې يوې محکمې د هغه ملا پر ضد لګول شوی تورونه لغوه کړي، چې دين ته پر سپکاوي يوې تورنې شوې مسيحي نجلۍ د راګيرولو په شک نيول شوی و.

دغه قضيه وروسته له هغه لغوه شوې چې يو شمېر شاهدان د ده پر وړاندې له خپلو اصلي ويناوو تېر شول.

پاکستان کې دين ته د سپکاوي سزا مرګ ده.

په اسلام اباد کې د بي بي سي خبريال چارلز هاوي لنډ په دې اړه په خپل راپور کې وايي:

د تورن شوي امام د دفاع وکيل او د څارنوالۍ وکيل بي بي سي اردو ته ويلي يوې ځايي محکمې منلې چې د ده پر وړاندې کومه وړاندې شوې قضيه نه شته، نو له همدې امله دی بښل شوی دی.

دغه ملا چې خالد جدون نومېږي يوه ۱۴ کلنه نجلۍ رېمشه مسيح يې د قران کريم پاڼو په سوځولو تورنه کړې وه.

يوې محکمې دا بيا له هغه وروسته خوشې کړه خوشې کړه چې څو اوونۍ يې په زندان کې تېرې کړې.

پر خالد جدون بيا تور ولګېد، چې د قران کريم پاڼې يې له دې سره نيول شوو ايرو سره ځکه ګډې کړې وې چې دا په ناسمو تورونو کې ورښکېله کړي.

دی هېڅکله په رسمی دول نه و تورن شوی، او له هغه وخته چې شاهدانو خپل تورونه غورځولي، خوشې شوی و.

پاکستانۍ سياستواله

خو رېمشه مسيح او کورنۍ يې د خپل ژوند پر وړاندې د خطرونو له وېرې کاناډا ته وتښتېدل.

د پاکستان کم شمېر مسيحي لږکيو تل خپل ځانونه د بريدونو او مرګ خطرونو پر وړاندې موندلي دی.

۴ کاله مخکې ۸ تنه هغه مسيحيان چې دوی هم دين په سپکاوی تورن شوي وو، تر مرګه وسوځول شول.

په يوه بېل پرمختګ کې يوه ښځينه سياستواله په پېښور کې له خپل کور سره په ډزو وژل شوې ده.

۳۵ کلنه نجمه حنيف د پښتون پاله عوامي نشنل ګوند جګپوړې غړې وه. طالبانو د مېرمن حنيف مېړه او زوی په ۲۰۱۱ کال کې وژلي وو.

عوامي نشنل ګوند تېرو څو کلونو کې د اورپکو بريدونو موخه و، لسګونه جګپوړي غړي او ګڼ شمېر پلويان يې په بېلابېلو بريدونو کې وژل شوي دي.

ورته مطالب