پېښور: چاودنه کې د وژل شويو شمېر ۴۱ ته رسېدلی

Image caption د معلوماتو له مخې، تر شلو ډېر ټپیان د پېښور لیډي ریډېنګ روغتون ته وړل شوي.

د خیبر پښتونخوا پېښور قصه خوانۍ بازار کې د يکشنبې په ورځ د شوې چاودنې له امله د وژل شويو شمېر ۴۱ ته رسېدلی او تر ۹۰ ډېر نور یې ټپیان کړي.

حکومت د پېښې د پلټنې لپاره يو کمېسيون ټاکلی دی.

دا چاودنه ایله څو ورځې وروسته پېښور کې پر یوې کلیسا تر مرګوني برید وروسته شوې ده، چې لږترلږه ۸۰ کسان په کې ووژل شول.

چاودنه د قصه خوانۍ بازار په هغه سیمه کې شوې، چې ګڼ دوکانونه او ګاډي دي.

سیمه ییزو پولیسو بي بي سي ویلي، په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم دي.

د پاکستان ملي تلوېزیون د پېښور یوه چارواکي له قوله ویلي، چې پېښه کې ۲۹ کسان وژل شوي او تر پنځوسو ډېر نور ټپیان دي.

په چاودنه کې ودانیو او دوکانونو ته هم سخت مالي زیانونه اوښتي.

د معلوماتو له مخې، تر شلو ډېر ټپیان د پېښور لیډي ریډېنګ روغتون ته وړل شوي.

دا د تېرې یوې اوونۍ پرمهال پېښور کې درېیمه لویه او خونړۍ چاودنه ده.

د تېرې جمعې پر ورځ پېښور ښار ته څېرمه د حکومتي کارکوونکو پر یوه لېږدوونکي بس چاودنې لږترلږه ۱۷ کسان ووژل.

پېښور د خیبر پښتونخوا لوی ښار دی، چې په وروستیو کې د سخت دریځو طالبانو له خوا مرګوني بریدونه پکې شوي دي.

پولیسو ویلي، چاودنه د موټر په وسیله شوې ده.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د روغتیا د وزیر له قوله ویلي، شاید د برید هدف د پېښور د پولیسو اصلي مرکز و.

پېښور کې دغه بریدونه داسې مهال ډېر شوي، چې د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف له طالبانو سره د سولې د خبرو وړاندیز کړی دی.

ښاغلي شریف په نیویارک کې د ملګرو ملتونو غونډې په درشل کې د یکشنبې پر ورځ د هند له لومړي وزیر منموهن سنګ سره ګوري.

تر دغو خبرو مخکې، ښاغلي سنګ ویلي وو، چې پاکستان باید له هند سره د لانجو د هر راز هواري لپاره پخپله خاوره کې د هند پرضد عناصرو او ترهګرو ځالې ختمې کړي.

Image caption د ځاني تلفاتو سربېره، خلکو ته دروند زیان هم اوښتی.
Image caption پولیس وايي، له لیرې د کنټرول شوي ماین په وسیله موټر چوول شوی.
Image caption دا په تېره یوه اوونۍ کې پېښور کې درېیم خونړی برید دی.
Image caption د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف دا برید د بشریت ضد کړنه بللې ده

ورته مطالب