ځانمرګي برید د خیبرپښتونخوا د قانون وزیر وواژه

Image caption عیني شاهدان وايي چې وزیر له خلکو سره د اختر روغبړ کاوه چې چاودنه وشوه.

ځايي پولیس وايي د خیبرپښتونخوا د قانون وزیر اسرار الله ګنډاپور په ډېره اسماعیل خان کې د خپل کور مخې ته په یوه ځانمرګي برید کې وژل شوی دی.

د رپوټونو له مخې ځانمرګی د دوو ساتونکو له وژنې وروسته توانیدلی چې د وزیر حجرې ته ننوځي او هلته چاودنه وکړي.

له وزیر پرته په برید کې اووه تنه نور هم وژل شوي او ۱۲ تنه ټپیان دي.

ویل کېږي چې د اسرار الله لیدو ته نژدې ۵۰۰ کسان ورغلي وو.

عیني شاهدان وايي چې وزیر له خلکو سره د اختر روغبړ کاوه چې چاودنه وشوه.

یوبل عیني شاهد حسب خان رویټرز خبرې آژانس ته ویلي "ما ډېر مړي ولیدل او زخمیانو د مرستې لپاره چیغې وهلې"

وزیر اسرار الله په ۲۰۱۳م کال کې د خیبرپښتونخوا له ډېره اسماعیل خانه د یوه خپلواک کاندید په توګه د ایالتي پارلمان ټاکنې وګټلې.

نوموړی وروسته له پاکستان تحریک انصاف ګوند سره چې مشري یې عمران خان کوي یوځی شو.

اسرار الله د تحریک انصاف لومړنی لوړ پوړی چارواکی دی چې وژل کېږي.

عمران خان په خپل ټوېټر کې لیکلي چې د اسرار الله وژنې ډېر خواشینی کړی او بوږنولی دی. عمران خان ټول قربانیان شهیدان ګڼلي، د دوی او اسرار الله میرمن، دوه اولادونو، مور او پلار ته د زړه صبر غوښتی.

په یوه بل ټویټ کې نوموړي پر حکومت غږ کړی چې د ټول ګوندیز کانفرانس پرېکړې دی عملي کړي - هغه زیاته کړې چې د پښتونخوا خلک او حکومت د ترهګرۍ نښه دي.

د کورنیو چارو وزیر چودري نصار علي خان دغه برید غندلی او له پولیسو یې د پلټنو غوښتنه کړې ده.

وتلي سیاست وال افراسیاب خټګ د ښاغلي اسرارالله د وژنې په تړاو په خپل غبرګون کې ویلي چې پښتونخوا د پارلمان یو ځیرک غړی، یو سپڅلی پښتون او زړور مشر له لاسه ورکړ.

تر اوسه د برید پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې.

تېره اوونۍ بي بي سي سره په یوه مرکه کې د پاکستاني طالبانو مشر وویل خبرو ته چمتو دی خو پر امریکا او متحدینو به بریدونو ته دوام ورکوي.

دا لومړی ځل نه دی چې په ښاغلي اسرار الله برید کېږي.

په می میاشت کې له ټاکنو نه مخکې د ده په کاروان برید وشو. نوموړی د اپریل په ۲۵مه د کولچي په لور روان وو چې دوه موټر بمونه وچاودېدل خو ده ته کوم زیان ونه رسېد.

ورته مطالب