"پاکستان دې شکیل اپريدی له بنده خوشې کړي"

شکیل اپريدی
Image caption شکیل اپريدی د ۲۰۱۱ کال د مې په ۲۳مه په ۳۳ کال بند محکوم شو

د امريکا د ملي شورا د بهرنيو اړيکو کمېټې مشر ايډ رويس د پاکستان له لومړي وزير نواز شریف سره د ليدنې پر مهال له هغه غوښتي، چې ډاکټر شکيل اپريدی خوشې کړي.

شکیل اپريدی د ۲۰۱۱ کال په مې مياشت کې په ايبټ اباد کې د امريکايي ځواکونو له لوري د اسامه بن لادن له وژل کېدو ۲۰ ورځې وروسته په پېښور کې ونيول شو.

د پاکستان امنيتي ځواکونه د ښاغلي اپريدي له نيول کېدو وروسته له هغه بيا بیا پوښتنې ګروېږنې کړي دي.

شکیل اپريدی د ۲۰۱۱ کال د مې په ۲۳مه له تندلارو او له استخباراتي ادارو سره د اړيکو لرلو او معلوماتو ورکولو له امله په ۳۳ کال بند محکوم شو.

د امريکا حکومت بیا بيا له پاکستان نه غوښتي، چې شکيل اپريدي خوشې کړي.

داسې انګېرل کېږي، چې شکيل اپريدي د القاعدې د مشر اسامه بن لادن په موندلو کې له امريکا سره مرسته کړې، خو ښاغلی اپريدی دا ردوي.

د امريکا د ملي شورا د بهرنيو اړيکو کمېټې د مشر ايډ رويس دفتر وايي د بهرنيو اړيکو کمېټې ۱۵ غړو په زغرده د پاکستان له لومړي وزير سره په ټولو مسايلو خبرې وکړې.

د ده له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي: "د پاکستان لومړي وزير ته وویل شول، چې باوري کړي پاکستان د ترهګرۍ، د اتومي وسلو د خپرېدو او په سيمه کې د تندرلارۍ پر خلاف جګړه کې د امريکا اغیزمن ملګری جوړ شي".

په دغه غونډه کې د سيمه ييزې سواګرۍ او د واشنګټن او اسلام اباد ترمنځ د پراخو سوداګريزو اړيکو او زده کړو په برخو کې د دواړو لوريو ترمنځ خبرې شوې دي.

نواز شريف له هغه وروسته چې په ۱۹۹۹ کې د جنرال پروېز مشرف له لوري له واکه لرې شو، په لومړي ځل امريکا ته ځي.

په دغه سفر کې نواز شريف له امريکايي چارواکو په کلکه وغوښتل چې پر خاوره د بې پيلوټه/ ډرون الوتکو بريدونه ودروي.

پاکستان د امريکا د بې پيلوټه الوتکو بريدونه د خپل ملي حاکميت پر وړاندې سرغړونه بولي.

ورته مطالب