خېبر پښتونخوا کې څلور جسدونه موندل شوي

Image caption پروسږ کال اګست نه مخکې د دغه ډول جسدونو موندل کېدل یو معمول و.

د خېبر پښتونخوا ایالت له هنګو او او دېره اسماعیل خان سیمو نه د وژل شویو کسانو څلور جسدونه موندل شوي دي.

پېښور کې د بي بي سي خبریال عزیزالله خان وايي، له هنګو نه درې موندل شوي مړي پېژندل شوي دي، چې دوه یې سکه وروڼه او شیعه ګان دي، خو دېره اسماعیل خان کې موندل شوی مړی تر اوسه نه دی پېژندل شوی.

هنګو کې پولیس وايي، له ښاره دوه کیلومتره لرې میروبک بانډه کې له یوې کندې نه د دوو ځوانانو جسدونه موندل شوي، چې په مرمیو ویشتل شوي دي.

د یوه پولیس په وینا وژل کسان د طاهر حسین او علیم حسین په نومونو پېژندل شوي، چې دواړه سکه وروڼه دي.

د پولیسو په خبره دم ګړۍ د دغو کسانو د وژل کېدو لامل معلوم نه دی.

د یادې سیمې یوه هوټل ته څېرمه کروندې نه د رحمن الله نومي سړي جسد هم موندل شوی دی.

د پولیسو په وینا د رحمن الله پر جسد د تشدد نښې نښانې نه لېدلې کېږي او داسې ګومان کېږي، چې د ډزو په وسیله وژل شوی دی.

بل لور ته د دېره اسماعیل خان په پرووا سیمه کې له اباسین نه د یوه ۵۵ کلن سړي جسد موندل شوی.

د ځايي پولیسو په وینا د وژل شوي سړي پر جسد د تشدد نښې نه شته او نه هم تر اوسه پېژندل شوی دی.

تېره اونۍ د پېښور له شاوخوا سیمو نه د دوو کسانو مړي موندل شوي وو.

په څمکنیو سیمه کې له کندې نه د یوه ځوان مړی موندل شوی و، چې سر یې ورنه غوڅ شوی وو او پر جسد یې د تشدد نښې وې.

بل مړی له بهانه ماړي سیمې نه موندل شوی و، چې په ډزو وژل شوی و.

پروسږ کال اګست نه مخکې د دغه ډول جسدونو موندل کېدل یو معمول وو، چې د یوې میاشتې مودې کې د ۲۰ جسدونو موندل کېدو رپوټونه ورکړل شول.

د پېښور سترې محکمې هغه مهال د دې پېښو په باب د سپیناوي لپاره د ځايي حکومت لوړپوړي چارواکي محکمې ته وغوښتل، چې له هغه وروسته تر څه مودې پورې هم دغه ډول پېښې په تکرار سره رامنځ ته کېدې.

تر څو میاشتې مخکې پورې دغه ډول پېښې لږ شوې، خو اوس یو ځلې بیا د وژل شویو کسانو جسدونه موندل کېدلو پېښې پیل شوې دي.

پېښور سترې محکمې ته هره میاشت لسګونه کسان د خپلو بې درکه خپلوانو موندنې لپاره عریضې وړاندې کوي.

ورته مطالب