پاکستاني قاضي د برادر په خوشي کولو حکومت ننگولى

Image caption پاکستان تیره میاشت د ملا برادر د خوشې کولو خبر ورکړ، خو طالبان وایې هغه نه دی ازاد شوی

په اسلام اباد کې زموږ خبريال طاهر خان وایي، د پیښور د عالي محکمې مشر قاضي، دوست محمد خان وویل چې د محکمې د امر پرته هیڅوک داسې پریکړه نه شي کولی او دا چې ولسمشر او لومړی وزیر هم داسې یو لوړپوړی کس نه شي خوشې کولی.

قاضې پوښتلي چې ملا برادر د کوم قانون پر بنسټ نیول شوی او اوس د کوم قانون له مخې خوشې شوی دی؟

ده دا هم ويلي چې محکمې ته بايد وويل شي، چې آیا ملا برادر د یوه بل هیواد په فشار خوشې کړای شوی که څنګه.

د پېښور د محکمې قاضې دا څرګندونې د وركو شويو کسانو د قضیې د اوریدو پر مهال وکړې او دا وخت د پاکستان په مطبوعاتو کې د ملا برادر موضوع ډېره ګرمه ده.

د پاکستان نژدې ټولو ورځپاڼو له ملا برادر سره د افغانستان د سولې د عالي شورا د پلاوي د احتمالې لیدنې خبرونه خپاره کړې دي.

پاکستان تیره میاشت د ملا برادر د خوشې کولو خبر ورکړ، خو طالبان وایې چې هغه تر اوسه نه دی ازاد شوی.

د ملا برادر کورنۍ ته نژدې سرچینې اوس هم دا خبره کوي چې نوموړی له خپلې کورنې سره نه دی يو ځای شوی.

د پاکستان د بهرنيو چارو لپاره د لومړي وزير ځانګړی سلاکار طارق فاطمي وایي، د ملا برادر د امنیت خوندي کولو لپاره ځينې ګامونه اخیستل شوي، خو ده دا روښانه، نه کړل.

خو ویې ويل چې "ملا برادار ازاد دی او له هر چا سره چې غواړي کتلی شي".

طارق فاطمي په اسلام اباد کې وویل: "د افغانستان د سولې شورا پلاوی له ملا برادر سره لیده کاته کولی شي او موږ پرې اعتراض نه لرو. کله چې ولسمشر حامد کرزي پاکستان ته سفر کړی و، نو هيله یې کړې وه چې ښاغلی برادر، طالبان د سولې له عالي شورا سره خبرو ته وهڅوي. موږ هر هغه ګام اخیستو ته چمتو یو چې په افغانستان کې د سولې پروسه پرمخ تللی شي".

بل خوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشبې په ورځ وویل چې پاکستان ته د سولې د شورا د سفر په اړه هیڅ معلومات نه لري.

د دغه وزارت وياند اعزاز چوهدرې یوې خبرې ناستې ته وویل چې ملا برادر هر چا سره چې لیدل غواړې نو ورسره کتلی شي.

ورته مطالب