نوي پاکستاني طالب مشر له اسلام اباد سره خبرې رد کړې

عصمت الله شاهين
Image caption د پاکستاني طالب غورځنگ نوى سرپرست مشر عصمت الله شاهين وايي له اسلام اباد سره نورې خبرې نه کوي

د پاکستان د طالبانو غورځنگ عصمت الله شاهين خپل سرپرست مشر ټاکلى او وايي تر څو نورو ورځو به خپل دايمي مشر اعلان کړي.

سرپرست مشر عصمت الله شاهين سملاسي له اسلام اباد سره خبرې اترې رد کړې.

د حکيم الله مسيد له وژنې وروسته په خپل لومړني غبرگون کې د پاکستاني طالبانو غورځنگ د هغه د غچ اخيستو گواښ کړى او پړه يې د دوى په وينا په " مرتد او ناپاک پوځ" او امريکا اچولې ده.

پاکستاني طالبانو د هغه هېواد پوځ په دې هم تورن کړى چې گواکې د حکيم الله مسيد په سر يې له امريکا پنځه ميليونه ډالر ترلاسه کړي دي.

د پاکستان د طالبانو غورځنگ په خپل ليکلې خبر پاڼه کې پاکستاني چارواکي " د امريکا غلامان" بللي او وايي له هغوى سره خبرې ممکنې نه دي.

د حکيم الله مسيد له وژنې وروسته د پاکستان د کورنيوچارو وزير چودري نثار علي خان د امریکا بې پیلوټه الوتکې برید په اړه قهرجن غبرگون ښوولى و او ويلي يې و چې د حکيم الله مسيد وژنې له اورپکو سره د سولې د خبرو په تړاو حکومتي هڅې گډوډې کړې.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير د حکیم الله مسيد په وژنه ويلي و چې "د یوه کس وژنه نه ده، دا په ټوله کې د سولې د بهير وژنه ده".

د پاکستان پوځ د حکيم الله مسيد تر وژنې وروسته د تيارسي امر ترلاسه کړى.

حکیم الله مسيد تر ډېره د ډیورنډ کرښې ته څېرمه په قبایلي سیمو کې فعالیت کاوه،‌ چې تر ۳۰ د ډېرو جنګي ډلو مشري یې کوله.

امریکا د ده پر وژنې پنځه میلیونه ډالره انعام اعلان کړی و.‌

حکیم الله مسيد له رسنیو ځان پټ نه ساته،‌ بلکې له افغان پولې سره نژدې یې په تېر اکتوبر کې له بي بي سي سره یوه مرکه هم کړې وه.

نوموړي پخپله مرکه کې ویلي وو، چې له اسمانه د امریکايي بریدونو هېڅ پروا نه لري.

حکیم الله مسيد د طالبانو په منځ کې یو پیاوړی،‌سخت دریځی او د درناوي وړ مشر و،‌ چې د ځینو رپوټونو له مخې به یې هره ورځ له قبایلي غړو سره ناستې لرلې.

ورته مطالب