خيبر پښتونخوا: د ناټو لاره وتړئ يا يې تړو

پښتونخوا حکومت
Image caption د خيبر پښتونخوا چارواکي وايي که مرکزي حکومت څه ونه کړي نو دوى به خپله لاس په کار شي

د خيبر پښتونخوا حکومت د گل يا دوشنبې په ورځ( د نومبر څلورمه) د امريکايي برېدونو او ناټو اکمالاتو په ضد قرارداد منظور کړ.

دا دويم وار دى چې د خيبر پښتونخوا حکومت د امريکايي برېدونو په ضد قرارداد منظوروي.

په پېښور کې د بي بي سي خبريال رحمن الله وايي په قرارداد کې د لومړي وزير نواز شريف نه د امريکايي جاسوسي الوتکو د بريدونو او د ناټو ځواکونو لپاره د لارې د بندولو په لړ کې د قومي مشرانو دغونډې رابللو غوښتنه شوې.

په قرارداد کې ويل شوي که مرکزي حکومت د روانې مېاشتې تر٢٠ نېټې د خيبر پښتونخوا حکومت د غوښتنې پوره کولو په لړ کې کوم عملي ګام پورته نه کړ نو بيا به صوبايي حکومت ته خپله د ګام پورته کولو پوره واک وي.

تېره اونۍ په شمالي وزيريستان کې د پاکستاني طالبانو د غورځنګ طالبان د امير حکيم الله مسيد د امريکايي الوتکې په برېد کې له وژلو وروسته د خيبر پښتونخوا مشر وزير پرويز خټک په خپله يوه وينا کې ويلي و چې ناټو ټانکرونو ته به د خيبر پښتونخوا د لارې استعمالولو اجازه نه ورکوي.

هم دغه راز د پاکستان تحرېک انصاف ګوند مشر عمران خان خبريالانو ته ويلي و چې ناټو ټانکرونو ته به له خيبر پښتونخوا څخه د تېرېدو اجازه نه ورکوي.

نوموړي ويلي و که دغه کار ورته د خيبر پښتونخوا حکومت د بايللو په سر هم پرېوځي نو بيا به هم ترې لاس وانه خلي.

خو په پېښور کې د قانوني او سياسي چارو کار پوه قاضي انور وايي د خيبر پښتونخوا حکومت د ناټواکمالاتو د درلو واک نه لري.

نوموړى زياتوي صوبايي حکومت يوازې له مرکزي حکومت څخه د ناټو اکمالاتو د درلو غوښتنه کولى شي.

هغه زېاتوي خو ټول سياسي ګوندونه به د صوبايي حکومت د ناټو اکمالاتو د درلو د پرېکړې ملاتړ ونه کړي.

دا دويم وار دى چې د خيبر پښتونخوا حکومت په قبايلي سيمو کې د امريکايي بريدونو پر ضد قرارداد منظور وي.

تر دې وړاندې د خيبر پښتونخوا حکومتي چارواکو ويل چې د جاسوسي الوتکو د بريدونو درول د صوبايي نه بلکه د مرکزي حکومت کار دى.

روان کال د مى د مياشتې تر ټاکنو وړاندې د تحريک انصاف ګوند مشرانو ويل چې په واک کې له راتلو سره سم به د امريکايي څارګرو الوتکو بريدونه دروي ، هم دغه د تحريک انصاف ګوند د ټاکنو يوه مشهوره نعره هم وه.

ورته مطالب