پاکستاني طالبان دايمي مشر تر جمعې ټاکي

پاکستاني طالبان
Image caption د پاکستاني طالبانو غورځنگ وايي په پنځو داسې کسانو غور کوي چې د مشرتابه وړتيا په کې ويني

د پاکستاني طالبانو د غورځنگ لوړ پوړو غړو رسنيو ته ويلي چې تر جمعې پورې ( د نومبر ٨) به دوى خپل دايمي مشر وټاکي او اعلان به يې کړي.

له بي بي سي اردو څانگې سره په خبرو کې د پاکستاني طالبانو يوه لوړ پوړي کس چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله دا خبره رد کړه چې گواکې د دوى خپلمنځي اختلافونه پيدا شوي دي.

داسې رپوټونه وو چې گواکې د پاکستاني طالب غورځنگ د غړو ترمنځ پر نوي مشر توپيرونه تر سترگو شوي.

خو د دغه غورځنگ يوۀ غړي وويل چې دا خبره سمه نه ده او تر راتلونکو دوو ورځو به يې نوى دايمي مشر اعلان شي.

د اوس لپاره پاکستاني طالب غورځنگ عصمت الله شاهين خپل سرپرست مشر ټاکلى دى.

پاکستاني طالب سرچينې وايي د دوى شورا به نوى مشر ټاکي.

د دغې شورا غړي ٢٠ يا ٢٥ کسه دي چې په دغه غورځنگ کې دننه د بېلا بېلو ډلو استازيتوب کوي.

ويل کيږي چې د مشرتابه لپاره پر پنځو کسانو غور کيږي.

په دوى کې مولوى فضل الله، خان سيد سجنا، شيخ خالد حقاني، عمر خالد خراسانى او حافظ سعيد ياد شوي دي.

په دوى کې مولوى فضل الله د سواتيو طالبانو مشر دى، خان سيد سجنا د سويلي وزيرستان د طالبانو لارښود دى او شيخ خالد حقاني بيا د صوابۍ دى او د طالب شورا پخوانى مشر هم و.

عمر خالد خراسانى د مومندو ايجنسۍ دى او حافظ سعيد د اورکزيو ايجنسۍ د طالبانو مشري کوي.

د سرپرست مشر عصمت الله شاهين له ټاکنې لږ وروسته پاکستاني طالبانو ويلي و چې نور له اسلام اباد سره د سولې خبرې اترې نه کوي.

عصمت الله شاهين تور پورې کړى و چې پاکستاني چارواکي د ده په وينا د امريکا " غلامان" دي او دوى له غلامانو سره خبرې نه کوي.

پاکستاني طالب غورځنگ دا تور هم پورې کوي چې د حکيم الله مسيد د وژنې پلان د پاکستان د لومړي وزير نواز شريف او د متحدو ايالاتو د ولسمشر بارک اوباما په وروستيو ليدنو کې جوړ شوى و.

پاکستاني لوړ پوړو چارواکو پر حکيم الله مسيد شوى بريد غندلى او وايي دا د سولې د هڅو د ناکامۍ هڅه وه.

واشنگټن وايي د اسلام اباد او پاکستاني طالب غورځنگ ترمنځ د سولې خبرې د هغوى کورنۍ خبرې دي.

ورته مطالب