پاکستان: نه پوهېږو ملا فضل الله چېرې دی

Image caption ملا فضل الله د حکيم الله مسعود له وژل کېدو وروسته د پاکستاني طالبانو مشر شو

پاکستان وايي هيله لري، افغانستان به هيچا ته دا اجازه ور نه کړي چې خاوره يې د ګاونډيانو پر ضد وکارول شي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند اعزاز چوهدري دغه څرګندونې په يوه خبري کنفرانس کې ملا فضل الله ته په اشاره وکړې، چې ويل کېږي په افغانستان کې دی.

ښاغلي چوهدري زياته کړه چې د ملا فضل الله په اړه هېڅ نوي مالومات نه لري.

په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د نوي مشر ملا فضل الله د شتون په اړه پوښتنو ته د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند نیغ په نيغه ځواب ور نه کړ، خو ويې ویل چې افغانستان په دې اړه د پاکستان له دريځ څخه خبر دی.

د بهرنيو چارو وزارت وياند اعزاز احمد چودهدري وويل افغان حکومت به داسې ګامونه پورته کړي، چې د دواړو هېوادونو اړيکې ورسره لا پياوړې شي.

ښاغلی چودهدري وايي مخکې يې هم څو وارې ټينګار کړی چې د افغانستان خاوره د هر ډول عناصرو له خوا د پاکستان پر ضد ونه کارول شي.

کابل ته د لومړي وزير نواز شريف د سفر په اړه د بهرنيو چارو وزارت وياند وويل، سفر په پام کې نيول شوی، خو په نېټه او اجنډا يې کار روان دی.

دی وايي د ښاغلي شریف په سفر کې د افغانستان سوله او دوه اړخيزې اړيکې د سر سر موضوع وي.

ده دغه راز وويل له ملا برادر سره د افغانستان د سولې د عالي شورا د يوه پلاوي د احتمالي ليدنې په اړه کابل له دوی سره اړيکه نه ده نيولې.

ورته مطالب