شمالي وزيرستان کې ځانمرګي ۳ سرتېري وژلي

Image caption په وروستيو کې د شمالي وزيرستان په ميرعلي کې بريدونه ډېر شوي دي

د پاکستان په شمالي وزيرستان کې د امنيتي ځواکونو پر يوې پوستې ځانمرګي بريد درې امنيتي ساتونکي وژلي او پنځه نور يې ټپيان کړي دي.

له بريده وروسته امنيتي ځواکونو سيمه کلا بنده کړې او د ميرعلي او ټل ترمنځ لاره يې د ترافیکو پر مخ تړلې ده.

بل خوا د خيبر پښتونخوا په صوابۍ کې د پوليسو پر يوې پوستې د بريد پر مهال څلور وسله وال وژل شوي دي.

حکومتي تلويزيون د صوابۍ د پوليسو د مشر له قوله ويلي، د نتهيان د تلاشۍ پر پوستې ۱۲ وسله والو بريد وکړ، چې پوليسو په ځوابي بريد کې په شا وتمبول.

صوابۍ له تېر څه وخت راهيسې د وسله والو تندلارو تر بريدونو لاندې ده او ځايي رسنۍ وايي څه موده وړاندې هم د پوليسو پر يوې پوستې د بريد پر مهال دوه پوليس ووژل شول.

په شمالي وزيرستان کې چارواکي وايي د سې شنبې پر ورځ هم د يوه ځانمرګي بريد په پايله کې اووه پاکستاني تندلاري طالبان ووژل شول.

د معلوماتو له مخې په وژل شويو کې د طالبانو يو ځایي قومندان قاري سیف الدين هم و.

دغه ځانمرګی بريد د شمالي وزيرستان په ميرعلي کې په يوه موټر کې وشو.

خبريالان د قاری سيف الدين پر موټر ځانمرګی بريد د پاکستاني طالبانو او نورو تندلارو ډلو ترمنځ د اختلاف پايله بولي.

تېره مياشت د پاکستان په قبایلي سيمه شمالي وزيرستان کې د پاکستاني طالبانو مشر حکيم الله مسعود ووژل شول.

ورته مطالب