عمران خان: د ناټو اکمالاتو بندولو پرېکړه کېږي

Image caption موږ په رسمي توګه د ناټو اکمالاتي لاره تړلی شو، ځکه زموږ پر خاوره برید شوی.

د پاکستان خیبر پښتونخوا ایالتي کابینه د ناټو اکمالاتو بندولو په باب د نهايي پرېکړې لپاره یوه بېړنۍ غونډه کوي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د پنجشنبې په ورځ پاکستان کې له ډرون برید وروسته دغه اعلان وکړ.

عمران خان ټل سیمه کې د امریکايي بې پیلوټه الوتکې برید سخت غندلی.

د عمران خان په وینا یوه ورځ مخکې بهرنیو چارو کې د پاکستاني لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز ویلي و، امریکایانو ورسره ژمنه کړې، چې له طالبانو سره د خبرو تر مهاله به پاکستان کې هېڅ ډرون برید و نه کړي.

خو د عمران خان په خبره، امریکایان ځکه د پاکستاني حکومت پرواه نه کوي، چې د ده په خبره دوی د دغو بریدونو اجازه ورکړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز د چهار شنبې په ورځ د پاکستان مشرانو جرګې ته ویلي وو، چې امریکا له پاکستان حکومت سره ژمنه کړې، چې له وسله والو پاکستاني طالبانو سره به د مذاکراتو بهیر کې به ډرون برید نه کوي.

د عمران خان په خبره، برید قبایلي سیمه کې نه دی شوی، بلکې په خیبر پښتونخوا کې شوی او د شنبې په ورځ به د پېښور پر رینګ روډ مظاهره کېږي او وروسته به د ناټو اکمالاتي لاره وتړله شي.

' لومړی خو تحریک انصاف غوښتل د ناټو اکمالاتي لاره وتړي او د دې لپاره ټولو سیاسي ګوندونو ته بلنه ورکړله شوې وه، خو د پنجشنبې له ډرون بریده وروسته د خیبر پښتونخوا ایالتي کابینې بېړنیزه غونډه رابلله کېږي، چې په کې به پرېکړه کېږي، موږ په رسمي توګه د ناټو اکمالاتي لاره تړلی شو، ځکه زموږ پر خاوره برید شوی.'

ورته مطالب