پاکستاني لاریون د ناټو اکمالاتي لاره وتړله

پاکستاني لاریون د ناټو اکمالاتي لاره وتړله
Image caption د پاکستاني د تحریک انصاف مشر عمران خان ویلي، دا کار یې ځکه وکړ چې امریکا د پاکستان په شمال لوېديځ کې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه ودروي.

پاکستاني لاریون کوونکو هغه لویه لاره تړلې ده چې افغانستان کې د ناټو ځواکونو ته د پاکستان له لارې پرې اکمالاتي توکي لېږدول کېږي.

دوی ویلي، چې دا ګام یې پاکستان کې د امریکايي څارګرو الوتکو د بریدونو په غبرګون کې کړی دی.

د پاکستاني د تحریک انصاف مشر عمران خان ویلي، دا کار یې ځکه وکړ چې امریکا د پاکستان په شمال لوېديځ کې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه ودروي.

عمران خان دا هم ویلي چې د ډرون بریدونه د ګڼو ولسي او بې ګناه وګړو د وژل کېدو لامل شوي، چې په وینا یې له طالبانو سره یې د سولې خبرې هم ویجاړې کړې دي.

دا ګام پاکستان کې د طالبانو د مشر حکیم الله مسعود تر وژل کېدو نژدې یوه میاشت وروسته اخیستل شوی دی.

حکیم الله مسعود وړاندې د امریکا بې پیلوټه الوتکو برید کې شمالي وزیرستان کې ووژل شو.

مسعود تر وژل کېدا مخکې له پاکستاني حکومت سره د سولې د خبرو لپاره چمتووالی نیوه او اټکل و، چې د سولې حکومتي مرکچیان له هغه سره وګوري.

ښکاري چې مسعود ځایناستي ملا فضل الله له حکومت سره د سولې خبرې ردې کړې.

د ناټو ځواکونو ته د اکمالاتي لارې یوه ډېره برخه خیبر پښتونخوا کې تېره شوې ده، چې تازه بنده شوې ده.

Image caption پاکستان کې د افغانستان ډېری اکمالاتي توکي وړونکي ګاډي له ډېر خطر سره مخامخ وي، د سوېلي اسیا د ترهګرۍ څارو د ادارې د شمېرو له مخې، په تېرو شپږو کلونو کې د ناټو پر اکمالاتي لاریو پاکستان کې ۲۸۸ بریدونه شوي، چې ۱۳۸ کسان په کې وژل شوي او ۲۳۵ نور ټپیان دي.

پېښور کې د بي بي سي خبریال علیم مقبول وايي، لاریون کوونکو پرېکړه وکړه چې قانون به عملي کوي او دا تصمیم به پخپله نیسي چې څوک افغانستان ته ولاړ شي او څوک ولاړ نه شي.

لاریون کوونکو ویل، که چېرې اکمالاتي ګاډي چلوونکي له دې پرېکړې سرغړونه وکړي، سزا به ورکړل شي.

پاکستاني چارواکي وايي، لاهم پر هغې ژمنې ولاړ دي، چې د ناټو ځواکونو ته دې اکمالاتي توکې ولېږدي، خو د لاریونیانو له لوري د لارې د بندولو مخه نه شي نیولی.

پاکستان کې د افغان اکمالاتي توکو د لېږد لپاره دوې لارې دي، چې یوه یې خیبر پښتونخوا کې تورخم ته راوتلې ده، او بله یې د پاکستان سوېل لوېديځ بلوچستان ایالت کې چمن او سپین بولدک ته تېره شوې ده.

ورته مطالب