په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ورک شوي بنديان، د سواتيانو فرياد

هغه ۱۴ تنه بنديان چې ادعا کېږي د پاکستان پوځ له لوري په پټه او له تورونو پرته نيول شوي، په اسلام اباد کې محکمه کې راڅرګند شوي دي.

چارواکي وايي نور ډېر بنديان به په راتلونکو ورځو کې محکمې ته وړاندې شي.

په اسلام اباد کې د بي بي سي پښتو خبريال طاهر خان وايي د ورکو شويو کسانو خپلوانو په پلازمېنه کې احتجاجي کمپ لګولی، چې د پښتونخوا د سوات دريو ورکو شويو کسانو مېرمنې هم په کې احتجاج کوي.

د اورپکو او قومپالانو ځپلو فعاليتونو په ترڅ کې ډېر خلک په تېرو څو کلونو کې له تورونو پرته نيول شوي دي.

طاهرخان د اسلام اباد احتجاجيانو ځای ته ورغلی او له هغوی سره یې خبرې کړې دي.