په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

امریکا: که لاره نه پرانیزئ، مرستې ځنډوو

امريکا ويلي که اسلام آباد د تورخم له لارې افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو ته د اکمالاتي لارې په بېرته پرانېستلو کې پاتې راشي نو پاکستان ته به ترهگرۍ ضد امريکایي مرستې ودرول شي.

امريکا پاکستان ته هر کال نېږدې دوه بیليونه ډالره ورکوي.

د امريکا د راتلونکي کال د بوديجې په نوي قانون کې ويل شوي تر هغو چې له افغانستانه د پاکستان له لارې دفاع وزارت ته د امریکا د پوځي اکمالاتو د پوره ستنېدو ډاډ نه وي ورکړل شوی، دغه مرستې به ځنډېدلې پاتې وي.

په دې اړه متین سمسور نيويارک ميشتي خپلواک خبريال جهانگيرخان خټک سره مرکه کړې او لومړی یې ترې د امريکا د دغه گواښ په اړه پوښتلي دي