خيبر ايجنسۍ کې د ګوزڼ واکسيناتور وژل شوی

Image caption پاکستان کې د ګوزڼ ضد پر ډلو بريدونو کې تر اوسه له ۲۰ زیات کسان وژل شوي

د پاکستان په قبايلي سيمه خيبر ايجنسۍ کې وسله والو د ګوزڼ ضد کمپاين يو کارکوونکی په ډزو وژلی دی.

ځايي چارواکي وايي دغه پېښه نن (شنبه، ۲۱ ډسمبر) په جمرود ولسوالۍ کې شوې ده.

يوه چارواکي بي بي سي ته ويلي، غالب خان له يوه ځايي ډاکټر سره کار کاوه او په سيمه کې د ګوزڼ ضد واکسين د ډلې غړی و.

چارواکي وايي دی د جمرود په غنډۍ سيمه کې په ډزو وويشتل شو او ټپي شو، چې وروسته يې په روغتون کې د اخيستو ټپونو له امله ساه ورکړه.

په جمرود ولسوالۍ کې تر دې وړاندې هم د پوليو ضد پر واکسيناتورانو او نورو کارکوونکو بريدونه شوي دي.

د دې مياشتې په ۱۳مه په زړه غونډۍ سيمه کې ناپېژاندو وسله والو د پوليو يو کارکوونکی د خپل کور په خوا کې په حجره کې په ډزو وواژه.

داسې برېښي چې د پاکستان حکومت په هېواد په ځانګړي ډول په قبايلي سيمو کې د پوليو د ختمولو په تړاو له خنډونو سره مخامخ دی.

د حکومت پر وړاندې تر ټولو لويه ستونزه د وسله والو له لوري د ګوزڼ ضد پر کارکوونکو او روغتيايي ډلو بريدونه دي.

په پاکستان کې له تېر يوه کال راهيسې د پوليو/ فلج پر کارکوونکو بريدونه کېږي چې د دوی د خونديتوب لپاره د پوليسو ډلې هم له دوی سره ګرځي.

د ګوزڼ ضد پر ډلو بريدونو کې تر اوسه له ۲۰ زیات کسان وژل شوي، چې ډېره برخه يې هغه پوليس دي چې د واکسين د ډلو امنيت ساتي.

د پاکستان د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان په وروستيو کې د ګوزڼ ضد پر کارکوونکو د بريدونو د نه کولو غوښتنه کړې وه، چې وروسته ده ته هم ګواښونه شوي وو.

ورته مطالب