جمرود کې پر پولیو ضد رضاکار مرګونی برید شوی

Image caption خیبر ایجنسۍ سیمه کې له دې مخکې هم پر پولیو ضد واکسین فعالانو وسله وال بریدونه شوي.

په خیبر قبایلي سیمه کې د ګوزڼ ضد واکسین اړوند یو کس وژل شوی دی.

ځايي چارواکي وايي، پېښه د شنبې په ورځ جمرود سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

چارواکو بي بي سي ته وویل، چې وژل شوی غالب خان د یوه ځايي ډاکټر همکار و او په سیمه کې د ګوزڼ ضد واکسین ډلې غړی هم و.

د چارواکو په وینا نامعلومو کسانو په غونډۍ سیمه کې پر نوموړي ډزې وکړې، چې پایله کې یې هغه ټپي شو، خو روغتون ته له لېږدول کېدو وروسته یې ساه ورکړه.

جمرود کې له دې مخکې هم پر پولیو ضد واکسین ډلو ورته بریدونه شوي.

د روانې میاشتې په دیارلسمه نېټه زړه غونډۍ سیمه کې نامعلومو کسانو د پولیو ضد واکسین پر یو بل فعال محمد یوسف د خپل کور مخې ته ډزې وکړې او ویې واژه.

پاکستاني چارواکي قبایلي سیمو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین لړ کې له سختو خنډونو سره مخامخ دي، چې مهم لامل یې پر ګوزڼ ضد واکسین فعالانو وسله وال بریدونه دي.

د قبایلي سیمو تر څنګ د خیبر پښتونخوا ایالت او پاکستان په نورو برخو کې هم پر پولیو ضد واکسین فعالانو اوساتونکو پولیس سرتېرو یې وسله بریدونه کېږي، چې تر اوسه په کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

ورته مطالب