سویلي وزیرستان کې مثالي ښوونځی جوړیږي

Image caption پاکستان کې ۷۹ سلنه کسان په لیک لوست نه پوهیږي. یونیسکو

د متحدو عربي اماراتو ولسمشر شیخ زاید خلیفه بن زاید النهیان د قبایلي سیمې په مرکز واڼه کې د یوه مثالي ښوونځي جوړولو اعلان کړی.

له پاکستان سره د عربي متحدو اماراتو د مرستې ادارې په وینا پر دغه ښوونځي ۵۰۰ زره امریکايي ډالره لګښت کېږي.

د یونیسکو رپوټ له مخې پاکستان د سوادلرونکو کسانو د شمېر له مخې نړۍ کې ۱۸۰ مقام لري. د تعلیم ودې لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یونیسکو تېر دسمبر کې خپل تازه رپوټ خپور کړ، چې له مخې یې پاکستان کې ۷۹ سلنه کسان په لیک لوست نه پوهیږي.

رپوټ کې ویل شوي، چې پاکستان کې له ۱۵ تر ۲۴ کلنۍ پورې ۷۲ سلنه کسان له لیک لوسته بې برخې دي.

د متحدو عربي اماراتو رسنیو د دغه هېواد د دولتي خبري اژانس وام په حواله ویلي، شیخ خلیفه د پاکستان په تعلیمي سکتور کې مرستو ته لیوال دی.

رپوټ کې ویل شوي، د واڼه مثالي ښوونځي به په اساسي ډول دوه پوړیز جوړیږي او د ۱۵۰ زده کوونکو لپاره به په کې د زده کړو تر لاسه کولو زمینه برابره شي.

دغه ښوونځی به پنځه درسي خونې لرې او د کتابتون، لابراتوار او اداري خونو په شمول به ټولې لازمې اسانتیاوې ولري.

رپوټ زیاتوي، چې سویلي وزیرستان ځکه د دغه ښوونځي جوړېدو لپاره ټاکل شوی، چې دغه سیمه د تعلیم تر څنګ د سړکونو او نورو اړینو اسانتیاوو نه تر ډېره حده محرومه ده.

د رپوټه له مخې په لرې پرتو محرومو سیمو کې د دغه ډول ښوونځیو جوړول به د سیمې ځوان کول او د دوی کورنیو راتلونکي ته هیلې زیاتې کړي.

شیخ خلیفه د سوات ۱۶ کلنې زده کونکې ملالې یوسفزۍ په درملنه کې هم مهم مرستندوی و، چې وسله والو طالبانو د سوات مینګوره کې پر سر په ډزو وویشتله.

سوات کې د څلور کلونو تاوتریخوالي پر مهال تر څلور سوه ډېر ښوونځي او تعلیمې ادارې په بمونو والوزول شول یا ورته زیان واوښت.

خبریالان وايي د سیمې ډېری وران شوي ښوونځي لا هم په خپل حال پاتې دي، خو بل لور ته د سیمې پوهنې چارواکي وايي، د تېر کال اوږدو کې یوازې سوات سیمه کې نژدې سل زره هلکان او نجونې لومړی ځل ښوونځیو ته لاړل.

ورته مطالب