هنګو: ښوونځي مخې ته ځانمرګي برید یو زده کونکی وژلی

Image caption خیبر پښتونخوا کې پر یو شمېر ښوونځیو بریدونه شوي، خو پر زده کوونکو مخامخ بریدونه لږ رامنځ ته کېږي.

د خیبر پښتونخوا ایالت په هنګو سیمه کې د یوه دولتي ښوونځي مخې ته ځانمرګي برید کې یو زده کونکی وژل شوی دی.

د ښونځې درشل کې د ځانمرګي برید ګر پښې او یو لاسي بم موندل شوي دي. بل لور ته بنو سیمه کې د نجونو یو ښوونځی په باروتو الوزول شوی دی.

هنګو پولیس ویلي، له هنګو ښار نه شل کیلومتره لرې، کوهاټ روډ ابراهیم زي سیمه کې پر یوه ښوونځي ځانمرګی برید شوی.

یو ځايي پولیس افسر بي بي سي ته وویل، ځانمرګي برید ګر د ښوونځي کالي اغوستي وو، خو وايي تر اوسه معلومه نه ده، چې هدف یې همدا ښوونځی و او که په تېروتنه دغه ځای کې چاودنه وشوه.

خیبر پښتنوخوا ایالت کې تر اوسه زرهاوو ښوونځي په نښه شوي، خو داسې ډېر لږ شوي، چې د زده کونکو په شتوالي کې پر ښوونځي برید شوی وي.

هنګو کې له دې مخکې هم د تاوتریخوالي پېښې شوې، چې پکې یو شمېر فرقه ییز بریدونه هم شامل دي.

دغو بریدونو کې د سر زیان هم اوښتی. داسې انګېرل کېږي چې هنګو د خيبر پښتونخوا د حساسو سيمه څخه يوه ده او دغه سیمه د ترهګرۍ او فرقه يي شخړو له امله ډېره اغېزمنه شوې ده.

د دغې سیمې پولې د اورکزيی، کرم او شمالي وزيرستان له قبايلي سيمو سره نښتې دي.

بل لور ته بنو سیمه کې د نجونو پر یوه متوسطه ښوونځي کې دوې چاودنې شوې، چې له کبله يې د ښوونځي ودانۍ په بشپړه توګه ورانه شوې ده. دغه چاودنې شپې مهال ناوخته شوې، چې له کبله یې د سر زیان نه دی اوښتی.

ورته مطالب