د عوامي نېشنل ګوند دوه سیمه ییز مشران ووژل شول

Image caption د عوامي نېشنل ګوند سیمه ییز مشر میامشتاق د ماشوخېلو په سیمه کې په وسله وال برید کې وژل شوی دی

په پېښور کې پولیس وايي د ماشوخېلو په سیمه کې پر یوه موټر د وسله وال برید په پایله کې د عوامي نېشنل ګوند یو سیمه ییز مشر میا مشتاق وژل شوی دی.

د پولیسو وینا ده چې په دغه وسله وال برید کې د میا مشتاق ترڅنګ دوه نور کسان هم وژل شوي چې د یو کس نوم ګل رحمان ښودل شوی او پولیس وايي چې په ماشوخېلو کې د عوامي نېشنل ګوند سیمه ییز مشر و.

د پېښور پولیسو خبریالانو ته ویلي چې د عوامي نېشنل ګوند دغه مشران د ماشوخېلو په سیمه کې په موټر کې روان وو چې ډزې پرې وشوې.

د نوموړي ګوند یوه غړي ویلي چې په پام کې وه میا مشتاق په راتلوونکو انتخاباتو کې په خېبر پښتونخوا کې د ګوند د مشرۍ لپاره سیالي وکړي.

د ماشوخېلو سیمه د پېښور په څنډو پرته ده چې له قبایلي سیمې نه شاخوا دوه کیلومتره لرې ده.

د سیمې اوسیدونکي وايي څه موده وړاندې په همدې سیمې کې پر پولیسو او د برېښنا شرکت "وابډا" پر کارکوونکو برید شوی و او څو کسان وژل شوي وو.

دغه راز څو ورځې وړاندې همدلته په ماشوخېلو کې ماشومانو ته د ګوزن ضد واکسین کوونکو پر ساتونکو پولیسو هم برید شوی و او درې پولیس وژل شوي وو.

په همدې سیمې کې یو شمېر خلکو په خېبر ایجنسۍ کې د ځايي طالبانو د مشر منګل باغ د فعالیتونو د مخنیوي په خاطر ځايي لښکر هم جوړی کړی چې په وینا یې څو ځلې پرې حملې هم شوې دي.

د سیمې اوسیدونکې وايي له څه مودې راهیسې په ماشوخېلو کې د وسله والو بریدونو لړۍ روانه ده.

ورته مطالب