ټول عمرى پسرلى هم ومړ

د انځور حقوق
Image caption دا د مرګ څه وحشي رسم دى چې مونږ هېر تېر وختونه او خلق يادوو، حالانکې د پسرلي غوندې سړى به څوک ولې هېروي؟

مونږ وايو چې د پسرلي عمر کم وي، ژر تېر شي، او خزان د پسرلي د مخ رنګونه ژيړ کړي.

خو د افغانستان يو پسرلى داسې هم و، چې پوره پنځهٴ اتيا کاله يې د خزان په مخ سپېړې ورکړي دي، او ځان يې د خپل وطن د وينو په ډنډ کښې هم پسرلى ساتلى او ياد کړى دى، په دغه هيله و ''چې وينې بهيږى پسرلى به راشى''.

خو دا هيلې يې ارمانونه شول د وينو سمندر اوس هم روان دى او پسرلى ترې لاړو.

هو، دا دى د افغانستان وتلى تکړه شاعر او ليکوال صديق پسرلى چې ټول عمر يې ځانته پسرلى ويلى دى، خپل وطن او وطنوالو ورته د وينو په شيبو شيبو باران او د خزان په توپانونو کې هم په پسرلي ياد کړى دى.

محترم صديق پسرلى اوس په مونږ کې نشته، خو يادونه يې د پښتونخوا د مهاجرت خاطرې دي، ما ته هغه وختونه يادېږي چې زهٴ په ذهن سُور ووم (اوس هم يم) او صديق پسرلى په سترګو کښې د وطن د وينو رنګ راوړى وه.

زه سره لمبه ووم، هغه شين پسرلى و.

ما د جنګ کلمه ليکله هغهٴ د پېښور په ''سپېدې'' کې جهاد ليکلو.

ما ويل کابل دې نه سوزي، زما د عقيدې او نظريې ياران په کې ژوند کوي، ارواح ښاد پسرلي د ''خاموش مجاهدينو'' د دې نعرې پلوى و چې '' کابل بايد وسوزى''.

زه په پېښور کې د انقلاب په جنازه ولاړ ووم، هغهٴ د اسلام اباد په شنه لمنه مونځ کاوۀ، زهٴ سُور ووم شين نهٴ شوم، هغه په شين شين کښې داسې سُور شو چې تر مرګه مرګه شين نشو.

هو، څوارلس کاله پس ټول جهادي شنهٴ په کابل کې دومره سرهٴ او داسې سرهٴ شول چې د پُل خشتى جومات منبر او مهراب، مصلې او منارې ورته هم وژړل.

زهٴ مړ شوم، هغه پړ شو.

دا دومره وړه او لنډه کيسه نه ده چې دومره زر پاى ولري، د مړ او پړ تر مينځه اوږد سفر دى، ډېر داستانونه و ډېرې کيسې دي، د صديق پسرلي د وطن داستانونه او کيسې چې ما ليکلي نو رنګ يې بدل و، چې ارواح ښاد ليکلي نو بل شان وو.

مونږ د يو بل مخالف هم وو او معترف هم، په دغه حواله به چې ما سره د کندز يو ماشوم جهادي د شاګرد په نوم د ورځپاڼې وحدت په دفتر کې زما پلويانو ليدو، نو هغوى به ويل: د بشر د انقلاب سر ته د جهاد سپږه ختلې ده.

زهٴ به چې د محترم اۤصف صميم سره د هغهٴ جهادى ليکوالو ليدم، نو هغهٴ ته به ئې ويل: داتاسره څوک دي؟ په دهٴ خو جهاد کيږى.

مونږ ټول د يو بل په خولو کې هغه خواږهٴ زهر وو چې نه مو يو بل له حلقه تېرولى شول، نهٴ مو له خولې تو کولى شول.

شل کاله پس

د کونړ په يوه مشاعره کې زما يوې خوا ته صديق پسرلى ناست و او بلې خوا ته مې اۤصف صميم وٴ، زما پېغور هغوى ته چا ور نه کړ، ما ته چا دا و نه ويل چې دا تهٴ چېرته ناست يې؟

حالانکې زمونږ رنګونه اوس هم د يو بل په شان نه دي، خو وخت او حالاتو يو شان کړي وو.

اوس ټول افغانستان هم هغه شان شعرونه ويل چې څنګه به مونږ په پښتونخوا کې ويل.

د يادونو په جزيره کې نن د صديق پسرلي مرګ داسې حيران ودرولم لکه څنګه چې څلور کاله اګاهو د کابل صدارتي محل په لاره اريانه چوک ته پښه نيولى شوى ووم.

حالانکې يو شين پسرلى دى، او بل سور منصور دى، خو نن د لر او بر هر پسرلى لکه منصور په وينو سُور دى، اوس د ټولو پښتنو رنګونه يو شان سرهٴ شوى دي، درې لسيزو پورې دا رنګونه د وينو وو، خو ديخوا پاکستان د افغانستان جهاد ته شين ويل.

نن د صديق پسرلي مړينې د کابل نه تر پېښور او بيا د پېښور نه تر کابله هغه دورو ته ورسولم چې يو سړى يې راته په پښتونخوا کې راياد کړو، دا د ژوند روايت دى چې مونږ په ژوندانه يو بل نهٴ نازوو، نهٴ يادوو او نهٴ لمانځو، خو دا د مرګ څه وحشي رسم دى چې مونږ هېر تېر وختونه او خلق يادوو، حالانکې د پسرلي غوندې سړى به څوک ولې هېروي؟

د پېښور د مهاجرت سپيدې به ولى نهٴ يادوى؟

دا سړى ما د ځواني مرګ زوى په غم هم داسې ليدلى وو:

لکه اونه مستقيم په خپل مقام يم

کهٴ خزان راباندې راشى کهٴ بهار

د انځور حقوق
Image caption دا سړى ما د ځواني مرګ زوى په غم هم داسې ليدلى وو: لکه اونه مستقيم په خپل مقام يم کهٴ خزان راباندې راشى کهٴ بهار

دغه سړي په ټول مهاجرت کې هم ځان داسې پاک سپين سپېځلى ساتلى و لکه چې په خپل وطن کې ګرځېدهٴ او د قدمونو په چال کې يې دا دعوه وه چې:

دا زمونږ زيبا وطن

دا مې د بابا وطن

په مونږه باندې ګران دى

دا افغانستان دى

د دغه سړى کمال او جلال، پښتني افتخار او افغاني وقار دا دى چې جنګ پرستو خپل زامن د کرايې جنګونو ته لېږل، دهٴ د قلم وارثان زامن په جهاني سطحه د پښتو په خپرونې پسې خوارهٴ کړل.

د مېندو او پلارانو د مينې له ټولو لويه قرباني دا وي چې د مينې په لټون پسې ئې وليږي، ارواح ښاد ټول عمر پسرلى او ټول عمر تنده ولرله، وړومبى په مهاجرت کښې د خپل وطن تنده، بيا په خپل وطن کښې د خپلو زامنو د مسافرۍ انتظار، دومره ظالمې تندې کې هم هغه پسرلى پاته شو او داسې اوږد انتظار هم له هغه نه نور پسرلي پيدا کړل.

اى بوډا پسرليه!

مرګ ته ووايه

زهٴ پنځهٴ اتيا کلن بوډا پسرلي له ځانه پس بلها پسرلي پښتو ته ورکړي دي!

زما وطن به ټول پسرلى پسرلى وى!

ورته مطالب