خیبر پښتونخوا کې بمي چاودنې ۲۰ پوځیان وژلي

د انځور حقوق AP
Image caption چاودنه د بنو پوځي مرکز ته نژدې د یوه پوځي کاروان څنګ ته شوې.

د خیبرپښتونخوا ایالت په بنو سیمه کې یوې درنې بمي چا ودنې لږتر لږه ۲۰ امنیتې کسان وژلي او ۳۰ نور یې ژوبل کړي دي.

پاکستاني طالبانو د برید پړه پر غاړه اخیستې. امنیتي سرچینې وایي، چاودنه د یکشنبې په ورځ ګهیځ مهال د بنو په پوځې سیمه کې هغه مهال وشوه چې د امنیتي ځواکونو یو کاروان شمالي وزیرستان ته د تلو په حال کې و.

د ولتي تلويزيون په برید کې د ۲۰ پوځیانو د وژنې او ۳۰ د ژوبل کېدو راپور تاایید کړی.

د امنیتي سرچینو لخوا ویل شوي چې چاودېدونکي مواد په یوه ګاډي کې اېښودل شوي وو، چې نیمه پوځي ځواک (ایف سي ) په کرايه راوستی و.

له دې مخکې ویل شوي و چې دا یو ځانمرګي برید و. سرچینې وایي، د پوځي ګاډو لږوالي له کبله امنیتي ځواکونه کله نا کله په کرایه ګاډي اخلي.

ویل کېږې، په کرایه اخیستل شوي ګاډي کې له وړاندې نه چاودېدونکي مواد ځای پر ځای شوي وو. چاودنه د بنو په پوځي سیمه کې وشوه چې پوځي کاروان د شمالي وزیرستان میرعلي سیمې ته د روانېدو لپاره د چمتووالي په حال کې و.

ژوبل پوځیان بنو کې پوځې روغتون ته لېږدول شوي دي. امنیتي سرچینې وایي له دغه ځایه د هرې یکشنبې په ورځ شمالي وزیرستان ته د پوځیانو کاروان حرکت کوي، چې قابلې سیمه کې په ګرځېدو بندیز وي.

د پاکستاني طالبانو ویاند شاهد الله شاهد د برید پړه پر غاړه اخیستې.

تازه برید په داسې حال کې شوی چې د حکومت لخوا طالبانو سره د خبرو پر موضوع خلک ویشل شوي دي.

حکومت وایي چې اوس هم طالبانو سره خبرې کول غواړي، خو تر دې مهاله په دې اړه هېڅ ډول عملي ګامونه نه دي اخیستل شوي.

بل لور ته طالبانو بریدونه زیات کړ دي او دوې ورځې وړاندې یې په کراچې کې د یوه خصوصي تلويزيون درې کارکونکې په ډزو ووژل. طالب ویاند ویلي،رسنیو د دوې پر ضد تبلیغات زیات کړي دي.

ورته مطالب