پېښور کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین ځنډول شوی

د انځور حقوق Getty
Image caption پېښوز د ګوزڼ ویروس زیرمتون ته ورته دی، چې له کبله یې خپراوی ډېر شوی. ډاکټر الایس ډرې

د پاکستان لر او بر کې د دوشنې له ورځې د ګوزڼ ( پولیو ) ضد واکسین لړۍ پیلېږي، خو دغه کمپاین کې د خیبر پښتونخوا مرکزي ښار پېښور په شمول دریو سیمو نومونه شامل نه دي.

بل لور ته د روان میلادي کال لومړیو اونیو مودې کې شمالي وزیرستان کې د ګوزڼ څلور پېښې ثبت شوې دي.

پېښور کې د ایالتي مشر وزیر مانیټرنګ سیل مشر امتیازعلي شاه بي بي سي ته وویل، پېښور، چترال او هریپور د ایالت هغه سیمې دي، چې د اوس لپاره پکې د ګوزڼ ضد واکسین ځنډول شوی، خو وايي وروسته به دغو سیمو کې ماشومانو ته ګوزڼ ضد واکسین ورکړل شي.

د نوموړي په خبره ایالت کې واکمن تحریک انصاف ګوند هغه رپوټونه خورا جدي بولي، چې پکې ویل شوي، پېښور ټوله نړۍ کې د ګوزڼ ویروس تر ټولو لوی مرکز دی او دا چې دوی دې لړ کې یو پراخ بنسټه پلان جوړوي.

ښاغلي شاه زیاته کړه، حکومت هڅه کوي، چې یو داسې پلان جوړ کړي، چې په وسیله یې د ګوزڼ ضد واکسیون پر وړاندې پراته ټول خنډونه له منځه لاړ شي.

بل لور ته شمالي وزیرستان کې روغتیايي فعالان وايي څلورو ماشومانو کې ګوزڼ ویروس پېژندل شوی، چې د روان کال لومړۍ پېښې بلل کېږي.

د روغتیا اداره وايي هغه ماشومانې، چې دغه ویروس پکې معلوم شوی ټولې نجونې دي او د میرعلي او میرانشا اوسېدونکې دي.

شمالي او جنوبي وزیرستان کې له تېر یوه کال راهیسې سخت دریځو پر ګوزڼ ضد واکسیون بندیز لګولی، چې له کبله یې ګوزڼ ضد واکسین نه دی تر سره شوی.

د همدې بندیز له کبله یادو سیمو کې د ګوزڼ تر ټولو ډېرې پېښې ثبت کېږي. د تېر کال اوږدو کې ټول پاکستان کې د ګوزڼ ۹۱ پېښې ثبت شوې، چې پکې ۷۰ پېښې خیبر پښتونخوا ایالت او قبایلي سیمو اړوند وې.

دغه راز ۳۱ پېښې یوازې په شمالي وزیرستان کې ثبت شوې وې.

پاکستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي ډاکټر الایس ډرې په وینا ' موږ په شمالي او جنوبي وزیرستان کې پر واکسین د بندیز له کبله له ستونزو سره مخامخ یو، خو پېښور د ګوزڼ ویروس زیرمتون دی ، چې له کبله یې خپراوی ډېر شوی.'