شمالي وزیرستان: هوايي بمباري ۲۵ کسان وژلي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د پاکستان پوځي سرچینو ویلي په میرعلي کې د هوايي بریدونو پایله کې ۲۵ سخت دریځي وژل شوي دي او یو شمېر نور ټپیان دي.

د قبایلي سیمې شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې د پاکستاني پوځ د هوايي بمباري پایله کې لږ تر لږه ۲۵ کسان وال وژل شوي دي.

د پاکستان پوځي سرچینو ویلي په میرعلي کې د هوايي بریدونو پایله کې ۲۵ سخت دریځي وژل شوي دي او یو شمېر نور ټپیان دي.

سرچینې ادعا کوي، دغو بریدونو کې وژل شوي یو شمېر کسان هغه وو، چې د پېښور په کېسه خوانۍ او بنو کې يې پر پاکستاني پوځ بریدونو کې لاس درلود.

د پاکستان پوځي چارواکي وايي د کره استخباراتي رپوټونو له تر لاسه کېدو وروسته یې دغه عملیات وکړل.

عیني شاهدان وايي له تېرې شپې راهیسې د پاکستان جنګي الوتکې په میرانشا او میرعلي سیمو کې پرله پسې بریدونه کوي.

د دوی په وینا د سې شنې له سهاره راهیسې چورلکې په دغه سیمه کې پر هدفونو بریدونه کوي.

ځايي سرچینو په وینا د جنګي الوتکو بریدونو کې د میرعلي په اسوړی سیمه کې یو جومات په نښه شوی، چې پکې د یو شمېر کسانو وژل کېدو رپوټونه ورکړل شوي، خو چارواکو تر اوسه دغه رپوټونه نه دي تایید کړي.

داسې رپوټونه هم ورکړل شوي، چې جنګي الوتکو د ملکي خلکو پر کورونو هم بمونه غورځولي دي.

بل لور ته وسله والو پاکستاني طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

وروستي رپوټونه ښيي، چې سیمه کې اوس هم پوځي عملیات دوام لري.

دا وروستیو کې د خیبر پښتونخوا په بنو سیمه کې د پاکستاني پوځ مرکز ته څېرمه د پوځ پر یوه کاروان بمي برید کې ۲۰ پوځيان ووژل شول او دغه راز له ۲۰ ډېر نور ټپیان شول.

له دې مخکې د تېر کال وروستیو کې د پېښور کېسه خوانۍ بازار سیمه کې ۴۲ کسان ووژل شول او نژدې ۹۰ نور ټپیان شول.

پېښور کې د تېر سپتمبر وروستیو لسو ورځو کې د بمي بریدونو پایله کې نژدې یو نیم سل کسان وژل شوي وو.

ورته مطالب