پېښور کې د ګوزڼ کمپاين يو ځلې بیا ځنډېدلی

د انځور حقوق AFP
Image caption تېر کال د وسله والو په بريدونو کې د واکسين ۱۷ کمپاين کوونکي ووژل شول او ۲۰ ټپيان شول

د پاکستان د خيبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې چارواکي وايي د امنيتي ځواکونو د کمښت له امله په پېښور ښار کې يو ځلې بیا د پوليو/ ګوزڼ واکسين لړۍ ځنډېدلې ده.

په پېښور کې یوه روغتیايي چارواکي ډاکټر کليم بي بي سي ته تاييد کړې، چې په ښار کې د غونډو او لاريونونو او د امنيتي ځواکونو د کمښت له امله د کوزڼ واکسين چې بايد نن (يکشنبه، ۲۶ جنوري) پيل شوی وای، ځنډېدلی دی.

ښاغلي کليم وويل د ګوزڼ ضد واکسين لپاره ټول چمتووالی نيول شوی او د څاڅکو ورکولو ټولې ډلې هم ټاکلو ځايونو ته رسېدلې وې.

دی وايي د شپې ناڅاپه پرېکړه وشوه، چې په ښار کې امنيت ډېر خوندي نه دی، نو له همدې امله د واکسين ورکولو بهير وځنډېده.

ډاکټر کليم وويل نن په پېښور کې د يوه مذهبي مشر له لوري يوه غونډه رابلل شوې، چې د هغې لپاره هم ټينګ امنيتي تدابير نيول شوي دي.

دی وايي په داسې حال کې ناشونې ده چې امنيتي ځواکونه د غونډې د امنيت ترڅنګ د واکسين د کمپاين امنيت هم خوندي کړي.

په تېرو څو ورځو کې دا دويم ځل دی چې په پېښور کې د ګوزڼ ضد واکسين پروګرام ځنډول کېږي.

تر دې وړاندې د دوشنبې په ورځ په ټول هېواد کې د پوليو ضد واکسين پيل شو، خو د امنيتي ننګونو او نورو لاملونو له کبله په پېښور، هري پور او چترال کې دغه بهير وځنډول شو.

تېره اوونۍ د روغتيا نړیوال سازمان ويلي و، چې پېښور په نړۍ کې د ګوزڼ ويروس تر ټول ستر مرکز دی او په هېواد کې د ۹۰ سلنه پېښور اصلي منبع له همدغه ځايه اخيستل کېږي.

په وروستيو کې په پاکستان کې د پوليو واکسين پر کارکوونکو، واکسيناتورانو، رضاکارانو او امنيتي ځواکونو بريدونه ډېر شوي دي.

په خيبر پښتونخوا کې تر ټولو ډېر بريدونه شوي چې تېر کال په کې ۱۷ کسه ووژل شول او له ۲۰ ډېر نور ټپيان شول.

ورته مطالب