طالبان: پاکستان حکومت د ګواښ او پروپاګند سیاست کوي

د انځور حقوق AP
Image caption د پاکستان حکومت د خبرو په اړه د پروپاګند او ګواښنې سیاست کوي. شاهدالله شاهد

پاکستاني طالبانو د یوې اونۍ اوږدو کې دریم ځلې د پاکستان پر اوسني حکومت د مذاکراتو په نوم د سیاست کولو تور لګولی او ویلي یې دي، که پاکستان حکومت د مذاکراتو لپاره جدي وي، نو باید خپل دریځ څرګند کړي.

د تېرې اونۍ اوږدو کې دغه درې اعلامیې د پاکستاني طالبانو ویاند شاهدالله شاهد له لوري رسنیو ته لېږلې شوې دي.

په هغه پیغام کې، چې د یکشنبې په ورځ رسنیو ته رسېدلی، د طالبانو له لوري یو ځل بیا ټینګار شوی، چې ګواکې طالبان تل خبرو ته چمتو دي. د طالبانو ویاند ویلي، طالبانو تل هڅه کړې، څرګنده کړې، چې دوی د سنجیده، تل پاتې او پایله درلودونکو مذاکراتو لپاره چمتو دي.

بل لور ته د پاکستان واکمن مسلم لیګ نون ګوند وايي نن( جنوري ۲۷ )به یې د دغه هېواد کې د ملي اسمبلۍ غړي له پاکستاني طالبانو سره د خبرو لړ کې د تګلارې جوړولو په باب غونډه وکړي.

تېره شپه د پاکستان اطلاعاتو او کلتور فدرالي وزیر پرویز رشید د طالبانو له لوري د خبرو اړوند اعلامیې له خپرېدو وروسته وویل، د دوشنبې په ورځ به یې د ملي اسمبلۍ غړي، ګوندي ملګري خپله غونډه کې د دې وړاندیز په اړه غور وکړي، چې ایا دا یوازې یو سیاسي بیان دی او که دوی ( طالبان ) د هېواد له اساسي قانون سره سم ژوند کولو ته چمتو شوي دي.

دې سره تمه کېږي، چې د پاکستان ملي اسمبلي هم د دوشنبې په ورځ غونډه وکړي، چې د دولتي رسنیو په وینا پکې به دغه هېواد کې د امنیتي وضعیت په اړه بحث وشي.

د طالبانو اعلامیه کې ویل شوي، چې د مولانا سمیع الحق په شمول ټولو مرکچیانو ته، چې د سولې بهیر لړ کې یې له طالبانو سره اړیکه نیولې، د طالبانو ځواب مثبت و، خو حکومت یوازې د رسنیو له لارې تشې د خولې خبرې کوي او غواړي خلک له حقیقته لرې وساتل شي.

' حکومتي رسنۍ د خبرو اړوند طالبانو رویې په باب پروپاګند کوي، له تورونو پورې کولو او له خپل لوری انکار وروسته یو ځل بيا د قبایلي سیمو پر اوسېدونکو د جګړې مسلط کولو هڅه کېږي، دا یو جنګي تکتیک او د امریکا د خوشحالولو اسانه طریقه ده.'

د شاهدالله شاهد په خبره پاکستان حکومت د خبرو په اړه د پروپاګند او ګواښنې سیاست کوي.

پاکستان کې واک ته له رسېدو مخکې د مسلم لیګ نوازشریف ډلې ګوند، د ټاکنو پر مهال او واک ته له رسېدو وروسته د پوځي عملیاتو پر ځای د سولې لپاره د مذاکراتو کولو خبره کوله.

بل لور ته دا وروستیو کې بنو او راولپنډۍ ښارونو کې له بریدونو وروسته، د پاکستان پوځ شمالي وزیرستان میرعلي سیمه کې د هوايي بریدونو په وسیله د مهمو طالب مشرانو په ګډون د لسګونو بهرنیو او کورنیو طالبانو د وژنې ادعا وکړه.

ورته مطالب