پېښور: سینما کې بمي چاودنو ۵ کسان وژلي

د انځور حقوق Reuters
Image caption هغه سینما چې پکې چاودنه شوې، مشهور کېسیه خوانۍ بازار ته څېرمه موقعیت لري.

د خېبر پښتونخوا ایالت مرکزي ښار، پېښور په یوه سینما کې د بمي چاودنو پایله کې پنځه کسان وژل شوي او ۲۰ کسان ټپیان دي.

د ځايي پولیسو په وینا پېښه د کابلۍ سیمې په یوه سینما کې شوې.

هغه سینما چې پکې چاودنه شوې، مشهور کېسه خوانۍ بازار ته څېرمه موقعیت لري.

د ځايي پولیسو یوه افسر فیصل مختار بي بي سي ته وویل، چې سینما کې دننه د دوو لاسي بمونو په وسیله برید شوی.

د ښاغلي فیصل په خبره هغه مهال چې سینما ته لاسي بمونه وغورځول شول، پکې نژدې ۹۰ کسان د فلم په ننداره بوخت وو.

هغه وايي دوی ته داسې رپوټونه رسېدلي وو، چې سخت دریځي ښايي پر سینما ګانو بریدونه وکړي:

'موږ ټولو سینما څښتنانو ته ویلي و، چې د بریدونو احتمال شته، ځکه دوی باید امنیتي تدبیرونه زیات کړي. '

د نوموړي په خبره څه موده مخکې يې د سینماګانو ساتونکي د تالاشۍ لپاره روزولي وو.

خو وايي اوس کوښښ کوي، معلومه کړي، چې لاسي بمونه په نښه شوې سینما ته څنګه راوړل شوي وو.

له برید وروسته امنیتي ځواکونه سیمې ته ورغلل او ټپیان یې لیډي ریډینګ روغتون ته ورسول.

پېښور کې له دې مخکې هم د تاو تریخوالي پېښو کې ملکي کسان او د امنیتي ځواکونو اړوند کسان په نښه شوي دي.