د پاکستاني حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې وځنډېدې

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د خبرو اترو د ځنډېدو لامل د طالبانو د پلاوي پر څرنګوالي دی. هره خوا پړه پر بل لوري ور اچوي

د پاکستان حکومت او د پاکستاني طالبانو د تحریک ترمنځ د سولې خبرې چې په پام کې وه نن پیل شي د نا څرګندې مودې لپاره ځنډېدلې دي.

د پاکستان حکومت له طالب پلاوي غوښتي چې ډاډ ورکړي دوی د طالبانو رښتیني استازي دي او کنه او څومره واک او اختیار لري او لویې پرېکړې نیولی شي؟

د حکومت بله غوښتنه داده چې طالبان دې د هغو دوو استازو پرځای چې په خبرو کې یې له ګډونه ډډه کړې نور کسان وټاکي.

وړاندې د جمعیت علمای اسلام د ګوند مشر مولانا فضل الرحمان او د پاکستان د تحریک انصاف د ډلې مشر عمران خان چې طالبانو د خپل پلاوي د غړو په توګه غوره کړي وو، په پلاوي کې له برخې اخیستو انکار کړی دی.

خو طالبانو د حکومت دا ګام چې خبرو اترو ته نه دی حاضر شوی، یو خطرناک ګام بللی دی.

دوی دا یو تکتیکي ځنډ بولي او حکومت تورنوي چې په دې توګه وخت ګټي او د پوځي ګام اخېستلو پلانونه لري.

تر دې وړاندې په خبرو کې د طالبانو استازي پروفیسر محمد ابراهیم د سولې د رامنځته کېدو هیله ښودلې وه.

هغه له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي و چې دا د پاکستان لپاره ډېره مهمه شېبه ده.

نوموړي دا راز په تېره یوه لسیزه کې د شخړې پرمهال د درانه ځاني زیان په اړه هم خبرې وکړې.

د خبرو لپاره د پاکستان حکومت د ټاکل شوې کمېټې بل غړي مشهور ژورنالېست رحیم الله یوسفزي د یوه نوي پرمختګ په توګه د پاکستاني طالبانو له خوا د سولې د خبرو لپاره د هغوی د هڅو هرکلی کړی.

د انځور حقوق AP
Image caption پاکستاني طالبان حکومت تورنوي چې د وخت د ګټلو په لټه کې دی او هسې پلمې جوړوي

خو هغه وویل که طالبان غواړي مذاکرات وکړي نو اور بند دې وشي.

یوسفزي دا یو سخت بهیر وباله او شک یې وښود چې نن دې د د واړو پلاوو ترمنځ رسمي مخامخ خبرې وشي.

د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف ویلي، غواړي د یوې لسیزې وسله وال مخالفت په سوله ییزه توګه پای ته ورسوي خو هغه دا هم ویلي که د سولې خبرې ناکامې شي نو بیا به غښتلی پوځي ګام اخیستل کېږي.

د پاکستاني طالبانو ډله د راډیکالو اسلامپالو یو اېتلاف دی چې غواړي اسلامي شریعت نافذ کړي.

یوازې په تېر کال کې د دغې ډلې له خوا په شویو بریدونو کې نېږدې دولس سوه(۱۲۰۰) ولسي وګړي او امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

د پاکستان ولس هم له وینې بهيدنې ستړی شوی دی او سولییز بهیر ته تږی دی

وړاندې د پاکستاني طالبانو مهمې غوښتنې دا وې چې د دوی زندانیان دې خوشي شي او له قبایلي سیمو دې پوځ ووځي.

ورته مطالب