د مولوي رقیب مړی تخار ته یووړل شو

مولوي عبدالرقیب
Image caption د مولوي عبدالرقیب د وژنې پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې.

راپورونه وايي، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د کډوالو چارو وزیر مولوي عبدالرقیب جنازه خپل پلرني ولایت تخار ته وړل شوې ده.

نوموړی تېره ورځ 'دوشنبه/ سلواغه ۲۸' د پاکستان په پېښور ښار کې د نامالومو وسله والو له خوا ووژل شو.

دوو حکومتي چورلکو د مولوي عبدالرقیب مړی، د هغه د کورنۍ غړي او ځینې نور مل کسان تخار ته ولېږدول.

د تخار د والي ویاند سنت الله تیمور بي بي سي ته وویل، د ملا عبدالرقیب جنازه کې د ګډون لپاره سلګونه کسان د تخار ولایت کلفګان ولسوالۍ ته تللي دي.

سرچینه وايي، چې د نوموړي د جنازې لپاره ټينګ امنیت نیول شوی دی.

د افغانستان د طالبانو یوه چارواکي له اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، چې ملا عبدالرقیب له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته خوشبین او ملاتړی و.

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د طالبانو دا مخکنی مشر له یوه بل کس سره په موټر سایکل سپور وو چې د ناصر باغ په لوې سړک پرې ډزې وشوې.

د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل چې په رسنیو کې یې رپورټونه لیدلي، خو دی پخپله هېڅ معلومات نه لري.

یو افغان وګړي چې مولوې عبدالرقیب یې د ډېرې مودې راهیسې پېژانده، بي بي سي ته وویل چې نوموړي واده نه و کړی.

هغه په پېښور کې له خپل کشر ورور سره ژوند کاوه.

هېچا د پېښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

دا پاکستان کې د افغان طالب مشرانو د وژنې تازه پېښه ده.

په تېرو اوونیو کې په هم په کوټه ښار کې ځینې طالبان وژل شوي وو.

د نومبر په میاشت کې ناڅرګندو کسانو د حقاني شبکې یو مشر، ډاکټر نصیرالدین اسلام اباد سره نږدې وژلې و.

طالب سرچینو وړاندې افغان استخبارات په داسې بریدونو تورن کړي وو، خو افغان چارواکو دا د طالبانو تر منځ خپل منځي توپيرونه بللي وو.

د مولوي عبدالرقیب په اړه ویل شوي، چې په دوبۍ کې یې له معتصم اغا جان سره په غونډو کې ګډون کړی وو.

خو اغا جان ته نژدې یوې سرچینې بي بي سي ته وویل، نوموړي تېره اوونۍ جوړه شوې غونډه کې ګډون نه و کړی.

ورته مطالب