هنګو کې توپ لرونکو څرخکو هوايي بريدونه کړي

د انځور حقوق AP
Image caption پوځ وروسته له هغه د تندلارو پر مرکزونو بريدونه پيل کړل، چې طالبانو يې ۲۳ سرتېري ووژل

د پاکستان د خيبر پښتونخوا په هنګو ولسوالۍ کې توپ لرونکو څرخي الوتکو د تندلارو وسله والو پر مشکوکو سنګرونو بريدونه کړي، چې د لږترلږه شپږو کسانو د وژل کېدو راپور ورکړای شوی دی.

پوځي سرچينې وايي دغه عمليات نن (شنبه، ۲۲ فبروري) سهار وختي د هنګو ولسوالۍ د ټل په سيمه کې په څو جلا ځايونو شوي دي.

سرچينې وايي ځايي امنيتي ځواکونو خبر ورکړی، چې په هنګو او اورکزۍ ايجنسۍ په سرحدي سيمه توره وړۍ کې د تندلارو پر يوه لوی مرکز د بريد تابيا نيول کېږي.

راپورونه وايي، چې پر دغه مرکز توپ لرونکو څرخي الوتکو لا له وړاندې بريدونه پیل کړي.

پوځي سرچينې دغه راز وايي، چې د ټل په درسمند سيمه کې هم د وسله والو پر يوه مرکز هوايي بريد شوی دی.

ځايي چارواکي وايي په دواړو بريدونو کې لږترلږه شپږ تندلاري وژل شوي، چې په خبره یې مهم قومندانان هم په کې دي، خو نومونه يې نه دي اخيستل شوي.

د دوابې د سيمې د پوليسو يوه مشر بي بي سي ته ويلي، چې په سيمه کې لا هم د جنګي څرخکو له لوري ډزې کېږي.

دی وايي چې په توره وړۍ سيمه کې د وسله والو مخالفينو د يوه قومندان ګل زمان کور په نښه شوی، چې پوليس وايي مطلوب کس و.

خو دا لا نه ده روښانه چې ګل زمان ته په دغه بريد کې زيان اووښتی که څنګه.

دی وايي سيمه پوځي ځواکونو کلابنده کړې او پوليسو ته اجازه نه ورکول کېږي، چې سيمې ته ننوځي.

د پوځ تازه عمليات وروسته له هغه پيل شول، د پاکستاني طالبانو او حکومت ترمنځ د سولې خبرو کې ځنډ راغی.

ورته مطالب