کوهاټ کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې ده

د انځور حقوق Reuters
Image caption د پاکستان لومړي وزير نواز شریف د دغه بريد غندنه کړې ده

د پاکستان په خيبر پښتونخوا کې پوليسو ته څېرمه چاودنه شوې، چې په پايله کې یې لږترلږه ۸ کسه وژل شوي دي.

دغه چاودنه چې په کوهاټ کې د پېښور په چوک کې شوې له امله يې ۱۱ کسه نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويل شوي، چې وژل شوي ملکيان که امنيتي ځواکونه دي.

د بريد پړه چا تر اوسه په غاړه نه ده اخيستې.

چارواکي وايي په کومه سیمه کې چې دغه پېښه رامنځته شوې په هغه کې ډېره ګڼه ګوڼه وي او له دغه ځايه ډېر موټر هنګو ته ځي.

د چاودنې پر مهال زياتو هغو موټرو ته هم چې یوې او بلې خوا روان، زيان ور اووښتی دی.

پوليس وايي دغه چاودنه د ساعتي بم پر مټ شوې ده، خو لا روښانه نه ده چې چاودنې څوک په نښه کړي و.

د پولیسو په وينا په پېښه کې ټپيان شوي او د وژل شويو جسدونه د کوهاټ روغتون ته لېږدول شوي دي.

امنيتي ځواکونو د چاودنې ځای کلابند کړی او د ژغورنې هڅې او پلټنې روانې دي.

د حکومتي رسنيو له قوله ویل شوي، چې لومړي وزير د دغه بريد غندنه کړې ده.

کوهاټ او له دې سره نژدې هنګو هغه حساسه سيمه ده، چې ډېر کله په کې شيعه او سنيان يو له بل سره نښلي.

ورته مطالب