د خېبر ایجنسۍ په تېرا کې بمباري شوې

Image caption تېرکال هم په تېرا کې د اورپکو ډلو پرضد پوځي اقدامات وشول چې په کې دواړو خواوو ته د درنې مرګ ژوبلې رپوټونه خپاره شول.

پاکستاني چارواکي وايي چې د یکشنبې په ورځ (د فبرورۍ ۲۳مه) یو ځل بیا په قبایلي سیمه تېرا کې د پاکستان د پوځ جنګي الوتکو د اورپکو پر سنګرونو بمباري وکړه.

د امنیتي چارواکو خبره ده چې د خېبر اینجنسۍ په تېرا سیمه کې اورپکو سنګرونه جوړ کړي وو چې پرې په بمبارۍ کې لږ ترلږه ۲۰ تنه اورپکي وژل شوي دي.

چارواکي وايي چې د یکشنبې د ورځې په هوايي بریدونو کې د ماین جوړولو یوه کارخانه او د اورپکو دوه سنګرونه په نښه شوي چې له امله یې په ډېره اندازه چاوېدونکي توکي هم له مینځه وړل شوي دي.

دا دویم ځل دی چې په خېبر ایجنسۍ کې بمباري کېږي.

تر دې وړاندې د خېبر ایجنسۍ په باړه سیمه کې د پاکستان د پوځ جنګي الوتکو بمباري کړي وه.

د چارواکو په وینا دا بمباري پر هغو اورپکو شوې وه چې د پېښور ښار په سینماګانو کې یې چاودنې کړې وې او یو پوځي چارواکی یې وژلی و.

تېرا

تېرا تقریباً په ۱۰۰ کیلو مترو کې خپره دره ده چې له اورکزئ او کرمې ایجنسۍ سره ګډې پولې لري.

دا دره د افغانستان پولې ته نژدي او له قبایلي سیمې باړې نه د ۶۵ کیلو مترو په واټن کې پرته ده.

د تېرا ارزښت په دې کې دی چې په شمال کې د افغانستان له پولې سره نژدي پراته پاکستاني پوځیانو ته له همدې لارې اکمالات کېږي.

د تېرا په دره کې د لشکر اسلام، انصارالاسلام او طالبانو تحریک فعال دي.

تېر کال دغلته د اورپکو ډلو پرضد اقدامات ترسره شول چې چارواکو په کې د ګڼو اورپکو د له مینځه وړولو ادعا وکړه.

په دغو پوځي اقداماتو کې پاکستاني پوځیانو ته هم د مرګ ژوبلې رپوټونه ورکړل شوي وو.

ورته مطالب