پښتونخوا کې د ګوزڼ ضد پر ډلې مرګونې چاودنې شوې

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د ۲۰۱۲ له دسمبر راهیسې پاکستان کې د ګوزڼ ضد واکسین تر ۴۰ ډېر کارکوونکي او فعالان په بریدونو کې وژل شوي.

د خیبر پښتونخوا چارواکي وايي، د ګوزڼ ضد واکسین پر یوې ډلې دوو چاودنو لږترلږه ۱۳ کارکوونکي وژلي او اته نور یې ټپیان کړي دي.

په ټپیانو کې د ګوزڼ ضد مامورین هم دي.

چاودنې د پېښور جمروډ لیرې لاشوړه سیمه کې شوې دي.

د ګوزڼ له دغې ډلې سره پاکستاني امنیتي کسان مل وو، چې د سړک پر غاړه خښ شوي ماین یې موټر وخوت.

دوی وايي، کله چې چاودنې ته د دوی نور ملګري ورغلل، بله چاودنه وشوه.

په وژل شویو کې د باړې او جمروډ ولسوالیو اړوند افسران شامل دي.

په کورونو کې پناه

ځايي خبریالان وايي، تر چاودنې وروسته د ګوزڼ ضد کارکوونکو د خلکو کورونو ته پناه یووړه، چې بیا د امنیتي کسانو له خوا خوندي ځایونو ته ورسول شول.

خیبر ایجنسۍ کې یوه چارواکي وویل چاودنې د شنبې په ورځ د جمروډ په لاشوړه کې وشوې.

هغه وویل چې د ځایي ملیشې "خاصه دار" د ګوزڼ ضد واکسین فعالانو ډلو ګاډو سره روان وو چې د سړک غاړې بمونو په نښه کړ.

تر اوسه هېچا د بریدونو پړه پرغاړه اخیستې نه ده.

ځایي خبریالان وایي چې وژل شوو کسانو کې یو ماشوم هم دی. "

د خیبر پښتونخو ایالت او قبایلي سیمو کې د ګوزڼ ضد واکسین پر فعالانو وړاندې هم مرګوني بریدونه شوي دي.

د روغتیا نړیواله اداره وایي پاکستان د نړۍ یوله هغو هېوادونو دی، چې د ګوزڼ ناروغۍ ویروس پکې په ډېرېدو دی.

افغانستان او نایجیریا کې هم دا ویروس موجود دی.

د ۲۰۱۲ له دسمبر راهیسې پاکستان کې د ګوزڼ ضد واکسین تر ۴۰ ډېر کارکوونکي او فعالان په بریدونو کې وژل شوي.

تېره میاشت، ناپېژاندو وسله والو په کراچۍ ښار کې د پولیو درې کارکوونکي په ډزو ووژل.

د روغتیا د نړیوال سازمان په حواله، تېر کال پاکستان کې د ګوزڼ ۹۱ پېښې ثبت شوې دي، چې دا شمېره په ۲۰۱۲ کال ۵۸ وه.

ورته مطالب