د ډاکټر شکيل اپریدي د بند سزا لس کاله کمه شوې

د انځور حقوق AP

په پېښور کې د قبايلي سيمو يوې محکمې د شکیل اپریدي د بند سزا لس کاله کمه کړې ده.

محکمې دغه حکم د ډاکټر اپریدي له لوري پر دغې قضيې د بیا غور غوښتنې وروسته کړی دی.

محکمې پر نوموړي لګول شوې مالي جريمه کې هم د سل زرو روپيو کمولو حکم کړی دی.

پاکستان پر شکيل اپريدي تور لګولی چې په ابټ اباد کې يې د بن لادن شته والي ثابتولو کې د مرستې لپاره د واکسينولو جعلي پروګرام جوړ کړی و.

د شکيل اپريدي پر وړاندې بيا د ۳۳ کلونو بند او ۳ سوه زرروپيو جريمې حکم وشو او د بن لادن موندلو کې د ده د ادعا شوي رول سزا بلل کېده.

اسامه بن لادن د ۲۰۱۱ کال په مې کې د امريکا ځانګړو ځواکونو له لوري ووژل شو.

په دې وخت د امريکا ځانګړي ځواکونه په ابټ اباد کې د القاعدې د مشر کورته ورننوتل، دی یې وواژه او بيا یې مړی له پاکستان بهر يووړ او سمندر کې یې وغورځاوه.

دغه کوماندويي چاپه د پاکستان لپاره د زيات شرم خبره شوه، چې له وړاندې د چاپې په اړه څه نه وو ورته ویل شوي، چې له امله یې د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ اړيکی خورا ترينګلي کړل.

يو کال وروسته بيا د ۲۰۱۲ کال مې کې د خيبر اېجنسۍ یوې محکمې له اورپکې ډلې سره په تړاو ډاکټر اپريدی په خيانت تورن کړ.

د ښاغلي اپريدي د خپلوانو امريکا له لوري له غوښتنو وروسته، په پېښور کې د خيبر اېجنسۍ دغې محکمې اوس د نوموړي د بند سزا ۲۳ کلونو ته ټيټه کړې ده.

د اپریدي قانوني وکيل قمر نديم وويل حکم لا تر اوسه پر ځای دی، خو يو بل تور، چې د پاکستان پر وړاندې جګړه و، غورځول شوی دی.

ښاغلي نديم پر قضيې د يو بل ځل غور غوښتنه شونې وبلله چې له لوړې قبايلې محکمې به کېږي.

په همدې وخت کې یې خپلوان هم د تازه محاکمې غوښتنه کوي، چې په تېر اګست کې یې چارواکيو امر کړی دی.

ورته مطالب