ارمان پوره کول عمل غواړي

د انځور حقوق ugc
Image caption زما په کالم کې که نن هغه کردارونه نشته، خو ماته یاد دي، زما یقین دی زه به ترېنه هم هېر نه یم.

دا لیک د پېښور وحدت ورځپاڼي د مدیر، پیر هارون شاه دی چي د دې لیک لاندې تاثر پري پښتونخوا کالم لپاره، زما لیکل شوي دی.

ځکه نو ما ورته بقول پیر هارون شاه عنوان ورکړی دی.

د پېښور ټلویزیون له طرفه چې پیر صیب (پیر سفید شاه همدرد) او ماته (پیر هارون شاه) د نورالبشر نوید د ژوند او فن په حواله د خپلو تاثراتو لپاره وویل شول، نو مشر پیر صاحب خو ماته غوږ شه.

په حواله د اوږدې مودې ذکر او بشر نوید په ژوند او لیک خپله وینا ریکارډ کړه، خو زما خبرې زما د ‌ذاتي بوختیاوو په وجه زما په زړه کښې پاتې شوې نو دغه خبرې ما د کاغذ لیکلي کالم لپاره ورکړې چي هغه دا دی.

د وحدت ورځپاڼې او نورالبشر نوید تعلق د افغانستان په داسې جهادي دورونو کښې جوړ شوی دی چې د هغه ذهن او قلم دواړه د دې طرفدار نه وو، خو له دې هر څه سره سره د وحدت د" ماته غوږشه " دغه لږ ځای باندې نه مونږ اعتراض کړی دی او نه هغه دومره تجاوز کړی دی چې د چا زړه ترې ازار شوی دی.

دلته به په دغه حواله زه د مشر پیر صیب او د بشر نوید یوه واقعه د کالم په حواله را یاده کړم.

یوه ورځ چې بشر نوید په اخبار دفتر کې ناست وو او د کالم لپاره یې سوچ کولو، نو پیر صیب راغي، د سحر سلام کلام نه پس یې ورته وويل:

ته څه سوچ کوې؟

ده ورته وويل: د کالم د پاره څه عنوان ګورم.

پیر صیب ورته وويل:

بچيه! "په ماته غوږشه کښې" لږ اسلامي رنګ هم اچوه.

سبا چې کوم کالم خپور شو، نو د هغې عنوان و: "اسلامي رنګونه".

بشر نوید د افغانستان د اوو ګوندونو اووه رنګونه یاد کړي وو او خپل سور رنګ یې پکښې په ډېر هنر ځای کړی و.

پیر صایب چې کالم وکوت، نو په همغه ځای کې یې ورته وویل:

زه به درته بیا څه نه وایم چې ستا څه خوښه وي، هغه لیکه.

د دې مطلب دا و چې موږ د ازاد صحافت په حواله د افغانستان په دومره سختو کړکېچنو حالاتو کښي هم دا سړی پابند کړی نه دی.

د دې غټ ثبوت دا دی چې "ما ته غوږ شه" نن هم د ورځپاڼې وحدت امانت دی.

په دغه حواله زه یوه بله واقعه یادوم ، چې زمونږ د وحدت یو غړی له افغان ولسمشر سره ملاقات ته تللی و، په خبرو خبرو کې هغه زما نه وپوښتل:

"ماته غوږ شه" څنګه دی؟

د دې نه اندازه ولګوئ چې ورځپاڼه وحدت او بشر نوید د دې کالم په حواله څومره لازم او ملزوم دي.

په درنښت پیر هارون شاه.

دا پورتنی لیک د پیر هارون شاه هغه تاثرات دي چي زما په ژوند، د پي ټي وي ېښور د ډاکومنټري لپاره د ریکارډ په توګه محفوظ کول غواړم.

زه د ورځپاڼه وحدت د افغانستان د هغو ورځو تعلقدار را روان یو، چې ما د افغانستان مسئلې ته د خپلې نظریې او عقیدې په سترګو کتل، هغه وخت زما په سترګو عینکې نه وې، زما ویښتان سپین شوي نه و، ما به هر سهار نا لیدلي افغانستان ته په تصوراتي نظر کتل او ما د یوې واقعې په تناظر کې کالم لیکلو.

ما کالم او افسانه په خپلو کې یو کړي وو، ځکه چې افغانستان هر کردار او هره پېښه یو داستان و، دغه داستان د پولې نه اخوا بل شان و او دېخوا بل شان و، خو ما به بېلتون ختمولو، ما به لیکل چې که کابل دی که پېښور دی یو ګریوان او یوه لمن ده.

پېښور او کابل دواړه دوه یاران دي.

لکه دوه سترګې په یو مخ د جانان دي.

زما د کالم ژوندي تصوراتي کردارونه به دا وو!

خان کاکا : دا د افغانستان یو افغان کډوال و، هر سحر به ما له د وحدت اخبار دفتر ته راتللو او ما ته به یې ویل:خان کاکا اعصبي تکلیف درلود.

Image caption وختونه او حالات، واقعات او حادثات هر څه بدل شول، زه نن هم د پېښور د مرګ په تاوده ځمکه ګرځم او نن هم وایم، ماته غوږ شه!

زما خبرې ولیکه: هغه به خبرې وکړې، ما به پر یوه کاغذ د هغه لپاره لیکل وکړل، هغه به لاړ.

ادې، حاجي صیب، احمد الله، کندوز، ننګرهار،جلال آباد، کنړ. دا زما د کالم خاندان و.

د بلخ روډ، مزار شریف، شهید نورالبشر – زما په نوم یو شهید ماشوم چې د هغه د لاس قلم یې مور پلار ما ته رالېږلی و چې زموږ د ماشوم شهید زوی په نوم د هغه په قلم ماته غوږ شه او ولیکه.

نن زما سره هغه کردارونه نشته، خو یادونه یې ژوندي دي.

زما په کور کې د یوې مور د لاس پټکی، د یو شهید ماشوم د مور او پلار د لاس قلم، د ډېرو مینه والو د مینې خطونه، د ډېرو مخالفو د دړکو، ښکنځلو او سختو مخالفو لفظونو امانتونه هم پراته دي، دغه هر څه له ما سره داسې دي لکه زما شعر:

ماته دې نښه تش تصویر پاتې شو

زما په غاړه کې زنځیر پاتې شو

وختونه او حالات، واقعات او حادثات هر څه بدل شول، زه نن هم د پېښور د مرګ په تاوده ځمکه ګرځم او نن هم وایم، ماته غوږ شه!

زما په کالم کې که نن هغه کردارونه نشته، خو ماته یاد دي، زما یقین دی زه به ترېنه هم هېر نه یم.

دا ټول کردارونه، دا ټول ځایونه، ورځپاڼه وحدت پیر سفید شاه، همدرد صیب او نور پیران ټول" ماته غوږ شه" حصي دي.

زه پخپله د ژوند په هغه حصه کې یم چې "ماته غوږ شه" له ځان سره خپل زلموټي کتونکي، لوستونکي او مینه وال را زلمي کړل او نور را سره سپین ږيري شول، ډېر رانه خاورو وخوړل خو دا سلسله دوام لری.

ورځپاڼه وحدت او دا کالم په ځان کې د افغانانو ډېرې خاطرې لري، ډېر داستانونه لري، ډېر داسې نومونه لري چې زما د کالمونو عنوانونه دي، دغه څه عنوانونه بوډا شوي دي، زما مینه وال افغانان چي ما د زوړ تصویر نه بهر وویني نو هغوی حیران پاتې شی او ماته وایي:

مونږ تا بوډا نه شو لیدی، زه ورته ووایم، تاسو کوچنیان زلمي شوي یی، په ډکو برېتو شوئ، زه به نه بوډا کېږم؟

زه خو بوډاتوب د عمر تېرېدو ته نه وایم، د سر سپینېدو ته نه وایم، زه هر هغه زلمي ته هم بوډا وایم چې د هغه ذهن نوی سوچ، نوی فکر او نوی خیال نه شي را پیدا کولی او زما یقین دی چې زه به تر آخیري سلګۍ نه بوډا کېږم، ځکه زما په دماغو کې د یوې نوي دنیا د نوي انسان لپاره د خپلې نظریې او عقیدې سوچ او فکر دی، زما سره قلم دی، زما قلم د لوی رب د قسم قلم دي، زه بشر یم، په ژبه به می دروغ ویلي وي، خو په قلم نه! عجیبه دا ده چې دلته د ریښتیا سزا شته په دروغو څوک چا ته څه نه وایي!

په دغه حوالو چي پیر هارون شاه په خپله ورځپاڼه وحدت کې زما د قلم، د حرف د تعلق او تړون کوم ذکر سره کوم خاطرات یاد کړي دي او یا پیر هارون شاه هر ځای دا خبره په ډېره دعوه کوي چي بشر زمونږ دی، نو د دې دعوی په پس منظر کې وحدت سره زما د ژوند اوږد صحافتی سفر دی، په دغه سفر کې عجیب حالات دا وو چې زه د دغه سفر د هوا مخالف وم او هوا زما پر ضد وه، خو مونږ بیا هم د محترم ډاکټر محمد اعظم د دې شعر په مصداق روان وو چې:

دا خو مخ په مخ روان یو چي بېلیږو

ګنې لاره خو زما او ستا یوه ده

نن د ټولې دنیا هوا تغیر خوړلی دی، د لر او بر خواګانې هم بدلې شوې دي، ورځپاڼي وحدت پیران هم بوډاګان کړل لیکوالان هم، مینه وال هم!

پیر هارون شاه هم سپین ږیری دی او ویښتانو ته رنګ نه ورکوي، خو وحدت اوس له تور اوسپین نه رنګین شوي دی، د رنګونو په دنیا خپله پښتو خپروي.

ژوند روان دی، کاروان روان دي، ښکلې هیله دا ده چې سپین ږیري هم د نوې دنیا د نوي بدلون په ارمان دي، زه د ارمان د رژېدو لپاره دعا نه غواړم ځکه ارمانونه په دعا نه رژېږي، عمل غواړي، د لوی رب په دغه وینا چې زه د هغه قوم حالت نه بدلوم چې خپل حالت نه بدلوي!

ورته مطالب