شمالي وزيرستان کې چاودنې ۶ کسه وژلي دي

د انځور حقوق AP
Image caption چارواکو د چاودنې د څرنګوالي په اړه لا څه نه دي ويلي

د پاکستان په قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کې د يوې بمي چاودنې په پايله کې د دريو ښځو او دوو ماشومانو په ګډون لږترلږه شپږ کسه وژل شوي دي.

دغه پېښه د شمالي وزيرستان په شوال ولسوالۍ کې شوې، چې له مرکز ميرانشا نه شاوخوا ۵۵ کيلومتره لويديځ ته پرته ده.

ځايي چارواکي وايي د چاودنې په تړاو يې داسې بېلګې نه دي موندلي، چې له ترهګرۍ سره يې تړلې وبولي.

بل خوا د خیبر پښتونخوا له مرکز پېښور سره نژدې د سرکي ګېټ په سيمه کې هم يوه چاودنه شوې، چې په پايله کې يې دوه کسه ټپيان شوي دي.

د لومړنيو راپورونو له مخې تر اوسه د دغې چاودنې د څرنګوالي په اړه معلومات نه دي ورکړای شوي.

په سيمه کې د بي بي سي خبريال وايي له څه مودې راپدېخوا په پېښور او شاوخوا سيمو کې دا ډول وړې چاودنې کېږي، خو مالومه نه ده چې څوک يې کوي.

د تاوتريخوالي دغه پېښې داسې مهال کېږي چې د پاکستاني طالبانو او حکومت ترمنځ د سولې خبرې روانې دي.

د مولانا سميع الحق په مشرۍ د پاکستاني طالبانو د اړيکو نيولو کمېټه هڅه کوي، طالب استازي له پاکستاني چارواکو سره مخامخ خبرو ته چمتو کړي.

د پاکستاني طالبانو او حکومت ترمنځ تر دې وړاندې هم د سولې خبرې روانې وې، خو د طالبانو له لوري د ۲۳ سرتېرو د وژل کېدو له امله دغه خبرې وځنډېدې.

ورته مطالب