پاکستاني طالبانو ۱۰ ورځې اوربند وغځاوه

د انځور حقوق AFP
Image caption ښاغلي شاهد وويل د اپريل په لسمه به طالبان بيا غونډه کوي او د راتلونکې په اړه به پرېکړه کوي

د پاکستاني طالبانو ډلې د پاکستان له حکومت سره د لسو نورو ورځو لپاره د اوربند غځولو اعلان وکړ.

د طالبانو وياند شاهدالله شاهد رسنيو ته په استولې يوې خبرپاڼې او وروسته له خبريالانو سره په خبرو کې ويلي، د طالبانو شورا د پرېکړې له مخې اوربند به د اپريل تر لسمې دوام وکړي.

ښاغلي شاهد وويل د اپريل په لسمه به پاکستاني طالبان بيا غونډه کوي او د راتلونکې په اړه به پرېکړه کوي.

د پاکستاني طالبانو او حکومت ترمنځ اوربند تېره مياشت په خبرو کې د پرمختګ په موخه رامنځته شو.

د طالبانو وياند وايي د حکومت له اقداماتو په بشپړه توګه ډاډه نه دي، ځکه اوس هم زندانونو کې د دوی ملګري کړول کېږي.

د پنجشنبې پر ورځ د پاکستان په قبايلي سيمو کې د مسعود قبايلو د ۱۶ زندانيانو د خوشي کېدو په اړه حکومت ضد او نقيض راپورونه ورکړل.

د لومړي وزير وياند وايي چې خوشي شوي په عادي جرمونو ککړ کسان، خو د کورنيو چارو وزارت وايي چې دا (ملکي طالبان) دي.

څو ورځې وړاندې د اورپکۍ د پای ته رسېدو په موخه د پاکستاني طالبانو د استازې کمېټې مشر مولانا سميع الحق وويل، چې طالبان په لومړي سر کې له ۳۰۰ تر ۴۰۰ بنديانو خوشې کېدل غواړي.

د حکومت له لوري د پرېښودل شويو بنديانو په اړه شاهدالله شاهد وويل تر دې دمه دا نه شي تاييدولی چې خوشي شوي طالبان دي که عام خلک.

دی وايي د طالبانو له لوري حکومت ته د ۸۰۰ کسانو د خوشي کېدو نوملړ ورکړای شوی او د خوشي شويو نومونه به په راتلونکو دوو ورځو کې په نوملړ کې وګوري.

په وروستيو اوونيو کې د حکومت او د طالبانو د کمېټو له لوري مخامخ خبرې وشوې او يو بل ته يې خپلې ځينې غوښتنې هم واورولې.

ورته مطالب