د عوامي نېشنل ګوند د یوه مشر پر حجرې برید شوی

د انځور حقوق ANP
Image caption درې میاشتې مخکې ناڅرګندو وسله والو د میا مشتاق پر موټر وسله وال برید وکړ چې په ترڅ کې یې میا مشتاق، د هغه موټر چلوونکی او یو بل کس ووژل شول.

په خېبر پښتونخوا کې د عوامي نېشنل ګوند د یوه مشر میا مشتاق پر حجرې د لاسي بمونو برید شوی او د نوموړي له حجرې نه درې کسان تښتول شوي دي.

دا پېښه له پېښور ښار سره نژدي د بډه بیرې په ماشوخیلو کې رامینځ ته شوه.

پولیس وايي چې په ګڼ شمېر کې وسله والو کسانو د عوامي نېشنل ګوند د پخواني مشر میا مشتاق پر حجرې د لاسي بمونو برید وکړ چې له امله یې د حجرې ودانۍ زیانمنه شوې ده.

د پولیس وینا ده چې وسله والو کسانو د میا مشتاق درې خپلوان له ځان سره بیولي دي.

د دغو دریو کسانو نومونه شبیر، فهد او شکیل ښوول شوي.

پولیس وايي چې د برید کوونکو دقیق شمېر نه دی معلوم خو له ترلاسه شویو معلوماتو ښکاري چې د وسله والو شمېر له ۳۰ نه تر ۴۰ پورې و.

تراوسه پورې د دې برید مسوولیت چا نه دی منلی.

د یادولو وړ ده چې درې میاشتې مخکې په همدې سیمه کې ناڅرګندو وسله والو د میا مشتاق پر موټر وسله وال برید وکړ چې په ترڅ کې یې میا مشتاق، د هغه موټر چلوونکی او یو بل کس ووژل شول.

میا مشتاق د عوامي نېشنل ګوند د مرستیال مشر په توګه او په پېښور کې د سیمه ییزو مشر په توګه دنده ترسره کړې ده.

د عوامي نېشنل ګوند یوه بل مشر ارباب طاهر بي بي سي ته وویل د میا مشتاق پر حجرې برید د هغو بریدونو په لړ کې شوی چې د ده په خبره په مسلسله توګه د دغه ګوند پر چارواکو کېږي.

د ګوند چارواکي وايي په تېرو پنځو کلونو کې د دوی ۵۰۰ غړي او مشران په بېلا بېلو پېښو کې وژل شوي دي.

ورته مطالب