برتانیا: له پاکستان سره د سخت دریځۍ ختمولو په شرط مرسته کوو

د انځور حقوق pid
Image caption پاکستان ته د برېتانیا لخوا د کال ۲۰۱۱ تر کال ۲۰۱۵ پورې ۱.۷ میلیارده پونډه مرسته ورکړل شوې وه.

د برتانیا پارلمان د نړېوالې پرمختیا کمېټې له پاکستان سره مرسته د سخت دریځئ له ختمولو سره مشروطه کړې ده.

کمېټې خپل حکومت ته ویلي، ترڅو چې خبره پوره روښانه نشي چې پاکستان د تندلارو ډلو پر ضد اغېزمن ګامونه پورته کوې، پاکستان ته بیله شوې مرسته دې نورو بې وزلې هېوادونو ته ورکړله شي.

دغې کمېټې دا خبره په داسې وخت کې کړې چې د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف د حکومت واګي ترلاسه کولو وروسته په خپل لومړنی سفر لندن کې دی.

کمېټې په خپل یوه راپور کې ویلي چې پاکستان ته دومره زیاته مرسته یوازې هغه وخت ورکول کېدی شی، چې داسې ښکاره شواهد موجود وي چې له دغو مرستو سره د سخت دریځۍ خطر کمېدی شي.

راپور زېاتوي، که داسې شونې نه وي نو بیادې له پاکستان سره مرسته کمه کړی شي او دغه امداد دې غرېبو هېوادونو ته ورکړی شي.

برتانوي کمېټه په خپل مخکني راپور کې وېلې و چې پاکستان ته په ورکونکې مرسته کې دې تر هغه زیاتوالی نه راولي تر څو چې پاکستاني مشران د مالېې نظام ښه نه کړې او خپله مالیه ورنه کړې.

پاکستان ته د برېتانیا لخوا د کال ۲۰۱۱ تر کال ۲۰۱۵ پورې ۱.۷ میلیارده پونډه مرسته ورکړل شوې وه.

دا د بل هر هېواد په پرتله زیاته مرسته ده چې د پرمختیایي چارو له پاره پاکستان ته ورکوله کېږي.

د برتانیا دریځ دا دی چې پاکستان د اقتصاد، تعلیم او روغتیا په برخو کې له ستونزو سره مخ دی او په دغه هېواد کې ۶۰ ملیونه کورنۍ د بې وزلۍ له کرښې لاندې ژوند کوي.

برتانیا فکر کوي چې پاکستان د سخت دریځۍ او ترهګرۍ د ختمولو لپاره زیاتې مرستې ته اړتېا لري، ځکه چې دا د دغه هېواد د اعتبار له پاره ډېرې مهمې دي.

خو د پارلمان کمېټه وایي، که چېرې پاکستان د سخت دریځۍ خلاف مناسب ګام نه پورته کوي نو بیا دغه مرسته ډېره زېاته ده.

د دغه راپور په ځواب کې نړیوالې پرمختېایي ادارې ویلي چې باید له پاکستان سره د نورې بهرنۍ مرستې لپاره باید خوندي او سوکاله چاپېریال پیدا شي.

د نوموړې ادارې ویاند وویل چې د نړۍ بې وزلې هېوادونو کې د غربت لرې کولو له پاره د سخت دریځۍ ختمول اړین دي او د برېتانېې لپاره دا خورا مهمه ده.

د ویاند له خولې د پاکستان د راتلونکې لپاره تعلیم ډېر اړېن دی او دا چې د دوی د مرستې یوه ستره برخه د دې کار لپاره ځانګړې شوې چې په دې کې د برېتانیا ګټه ده.

د پاکستان له پاره د مرستې د کمولو په اړه د برتانیا د پارلماني کمېټې د دغو څرګندونو په اړه په اسلام اباد کې د باندونیو چارو وزارت څه نه دي ویلي.

د باندینیو چارود دفتر وېاندې تسنېم اسلم بي بي سي ته وویل چې پاکستانی حکومت ته په دې اړه کوم رسمي معلومات نه دي ورکړل شوي.

ورته مطالب