ګرځبنديز د شمالي وزيرستان اوسېدونکي کړوي

د انځور حقوق AP
Image caption حکومت دغه ګرځبنديز وروسته له هغه ولګاوه چې په سيمه کې نهه پاکستاني سرتېري ووژل شول

په شمالي وزيرستان کې له تېرو څو ورځو راهيسې ګرځبنديز د سيمې اوسېدونکي له يو لړ ستونزو سره مخامخ کړي دي.

دوی وايي نه خپل ناروغان روغتون ته لېږدولی شي او نه هم کولای شي د اړتيا وړ توکو د اخيستو لپاره له يوه ځایه بل ته ولاړ شي.

د سيمې خلک وايي غواړي له حکومتي چارواکو سره د ګرځبنديز د نرمولو په اړه خبرې وکړي، خو هغوی يې غوښتنو ته مثبت ځواب نه ورکوي.

له پېښوره رحمن الله په خپل راپور کې وايي، دغه ګرځبنديز تېره اوونۍ په يوه چاودنه کې د نهو امنيتي سرتېرو له وژل کېدو وروسته لګول شوی دی.

د شمالي وزيرستان ځايي خلک وايي د ګرځبنديز له کبله د سيمې خلک په خپلو کورنو کې ايسار پاتې دي او په سيمه کې د خوراکي توکو او درملو قلت راغلی دی.

دوی وايي په ګرځبنديز کې د نرمښت نه راوستلو له امله دوی نه شي کولای چې خپل ناروغان د درملنې لپاره روغتونونو ته ورسوي.

ځايي خلک تور لګوي چې په سيمه کې يو روغتون دی، چې ډاکټران په کې نه شته او اوس امنيتي سرتېري له دغه روغتون نه د سنګر کار اخلي.

د ګرځبنديز له کبله د شمالي وزيرستان د بېلابېلو سيمو اړيکې يو له بل سره غوڅې شوي او بازارونه او د زده کړو مرکزونه له تېرې اوونۍ راهيسې تړلي دي.

د شمالي وزيرستان اوسېدونکي په سيمه کې د ګرځبنديز او د امنيتي سرتېرو د تلاشۍ له امله په تنګ راغلي دي.

د دغې سيمې يو اوسېدونکی وايي: ''ماشومان مې وږي دي او مشران مې تکليفېږي اخر موږ څه بد کړي چې حکومت موږ ته ستونزې پيدا کوي)).

د سيمې يو بل اوسېدونکی وايي: ((هېڅ درمل نه شته. دتاخيل کې يو روغتون و، چې اوس پوځ ترې مورچل جوړ کړی. دلته نه ډاکټر او نه ډاکټره شته. تباه او برباد شو. زموږ کومه ګناه ده چې موږ سره دومره ظلم کېږي''.

د شمالي وزيرستان د لويې جرګې پخوانی مشر او د مذهبي ګوند جماعت علماء اسلام مرستيال امير مولانا ګل رمضان بي بي سي ته وويل، دوی په سيمه کې د ګرځبنديز د ختمولو هڅې کړي، خو مثبت ځواب يې نه دی ترلاسه کړی.

دی وايي: ''په شمالي وزيرستان کې ګرځبنديز دی، تګ راتګ بند دی. څوک بنو کې بند پاتې دي، څوک ټل او څوک په پېښور کې. ناروغان په روغتونونو کې پراته دي او بند پاتې دي''.

د شمالي وزيرستان قبايلي مشران وايي، دوی د حکومتي چارواکو سره د جرګې لپاره چمتو دي، خو د حکومتي چارواکو له خوا ورته ځواب نه ورکول کېږي.

ورته مطالب