د افغانستان، پاکستان او امریکا ګډه امنیتي غونډه

د انځور حقوق pak afg us
Image caption د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، امنیتي موضوع ګانې د دغې غونډې د اجندا په سر کې ځای لري.

په پام کې ده چې نن(دوشنبه د غویي ۲۹مه) په کابل کې د افغانستان، پاکستان او د امریکا متحده ایالتونو ګډه درې اړخیزه امنیتي غونډه جوړه شي.

د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې نا امنۍ او د ډیورنډ کرښې له بلې غاړې د افغانستان پر خاوره توغندیز بریدونه په دغې غونډه کې د څېړلو لپاره اصلي موضوع ګانې دي.

دا غونډه داسې مهال جوړېږي چې تېره اوونۍ د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته کې یو افغان سرتېري ووژل شو.

لکه چې له کابله سمیع الله موسی زی په خپلپوټ کې کاږي، په دې غونډه کې د افغانستان له لوري لوی درستیز جنرال شېر محمد کریمي، د پاکستان په استازیتوب د دغه هیواد د پوځ مشر جنرال شریف راحیل او د امریکا له لوري په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو لوی قوماندان جنرال جوزیف ډانفورډ برخه اخلي.

شپږ میاشتې وړاندې د پاکستان د پوځ د مشر په توګه له ټاکل کېدو وروسته دا افغانستان ته د شریف راحیل لومړی سفر دی.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت یوه ویاند دولت وزیري بي بي سي ته وویل، امنیتي موضوع ګانې د دغې غونډې د اجندا په سر کې ځای لري.

افغان دولت تل ویلي چې د وسله والو مخالفینو مرکزونو د ډیورنډ کرښې په پورې غاړې سیمو کې دي او ټینګار یې کړی چې پاکستان باید له وسله والو طالبانو سره د مبارزې په برخه کې په خپلو ژمنو عمل وکړي.

دغه غونډه له هغه څلور ورځې وروسته جوړېږي چې د کندهار په معروف سرحدي ولسوالۍ کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته کې یو افغان سرتېری ووژل شو.

پر کونړ او یو شمېر نورو ولایتونو د ډیورنډ کرښې له بلې غاړې راکټي بریدونه هغه ستونزه ده چې له امله یې افغان لوري تل پر پاکستان نیوکه کړې او په افغانستان کې یې د دغه هېواد سفیر هم د احتجاج لپاره احضار کړی وو.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری وايي، همدا ستونزه به د کابل په نننۍ غونډه کې هم وڅېړل شي.

د چارو څارونکي وايي، د دغه ډول درې اړخیزو غونډو له تر سره کېدو سره سره له وسله والو سره د مبارزې په برخه کې داسې کوم ګام نه دی پورته شوی چې افغان دولت یې قانع کړی وي.

ورته مطالب