مومند ایجنسۍ کې څلور جسدونه موندل شوي

د انځور حقوق Reuters
Image caption ځايي چارواکو په دې اړه له هر ډول خبرو ډډه کړې.

مومند ایجنسۍ قبايلي سیمې کې د څلورو تنو مړي موندل شوي، خو د دې مړو پیژندګلوي لا تر اوسه نه ده شوی.

ټول مړي د مومند ایجنسۍ کړپه سیمې کې موندل شوي.

یوه ځايي چارواکي د دغو مړو د موندلو تایید کړی خو په دې اړه یې ډېر معلومات نه دي ورکړی.

ځايي چارواکو په دې اړه له هر ډول خبرو ډډه کړې.

د سیمې اوسېدونکو ویلي چې په کړپه سیمه کې یو ټپي کس او د څلورو کسانو مړي موندل شوي.

ځايي خلک وايي، وژل شوي کسان د خیبر ایجنسۍ اوسېدونکي دي، خو دولتي چارواکو د دې خبرې پخلی نه دی کړی.

د یوه ځايي اوسېدونکي په وینا هغه ځای کې، چې جسدونه موندل شوي، د امنیتي ځواکونو کسان رسېدلي وو.

خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې د جسدونو موندل کېدو پېښه نوې نه ده.

بېلو سیمو کې دغه ډول جسدونه موندل کېږي او د وژل شویو کسانو پېژندګلوۍ هم کېږي، خو په دغه ډول پېښو کې لاس لرونکي کسانوکم نیول کېږي.

څو ورځې مخکې د پېښور حیات اباد سیمې له یوه خوړ نه د یوې مېرمنې او یوه ځوان جسدونه موندل شوي وو.

پېښور سترې محکمې ۲۰۱۲ کال کې د دغه ډول پېښو په اړه چارواکو ته امر کړی و، چې ګډ څېړنیز کمېسیون جوړ کړي.

سترې محکمې دغه امر په بېلو پېښو کې له ۲۶ ډېرو جسدونو موندل کېدو وروسته کړی و.

پېښور محکمې دغه قضیه له هفه وروسته وتړله، چې د پاکستان سترې محکمې وویل، محکمه له عریضې پرته دغه ډول قضیه نه شي اخیستلای.

ورته مطالب