د بلوچ وسلوالې مبارزې بنسټګر

د انځور حقوق
Image caption نواب مري نور وسلوالې مبارزې ته هڅول، خو پخپله يې په جنګ کې برخه نه اخيسته

د پاکستان د جوړېدو او د قلات ايالت له يو ځای کېدو وروسته هغو څلورو کسانو چې د بلوچستان سياست د مبارزې پر لوري بوت په هغوی کې غوث بخش بزنجو، نواب اکبر بګټي، عطاء الله مېنګل او نواب خير بخش مري وو.

د خپل شخصيت، اندونو او د کار طريقې له اړخه نواب خير بخش مري بيخي بل ډول و.

سره له دې چې نواب مري په ملي عوامي ګوند پورې تړلی و، خو دغه مشر د ګوند په سياست کې ونډه نه لرله.

دی له داسې يوه ګوند سره تړلی و، چې په پاکستان کې يې د جمهوريت په سياست باور درلود، خو په عمل کې د ازاد بلوچستان د هڅو يوه برخه و.

هغه مهال چې د ذوالفقار علي بهټو حکومت جوړ شو، نو ملي عوامي ګوند ته د خيبر پښتونخوا او بلوچستان ايالتونو کې د والي د څوکۍ د ورکړې تړون وشو.

غوث بخش بزنجو خیر بخش مري د والي په توګه معرفي کړ، خو ده له دې دندې انکار وکړ او له لامل يې دا و چې ده له پيله، نه غوښتل چې د پاکستان يوه برخه دې وي.

د بهټو وروستی ليک

نواب خير بخش مري په ۱۹۷۰يمه لسيزه کې د بلوچانو د وسلوال خوځښت له بنسټګرو څخه شمېرل کېږي.

وروسته بيا ذوالفقار علي بهټو پر عوامي ګوند بنديز ولګاوه او نيول مشران يې د حيدراباد زندان ته واستول، چې په هغوی کې نواب خير بخش مري هم شامل و.

ذوالفقار علي بهټو بېنظير بهټو ته په خپل وروستي استولي ليک کې ليکلي و که هر وخت دې له نواب خیر بخش مري سره وليدل نو زما له خوا بښنه ترې وغواړه. ده ته ووايه چې 'زه مجبور وم'.

په ۲۰۰۷ کال کې هغه مهال چې بېنظير بهټو له جلاوطنۍ بېرته پاکستان ته راستنه شوه، نو د نواب خير بخش مري د زوی بالاچ مري د فاتحې لپاره ورغله.

د لېدنې پر مهال بېنظير بهټو د جنرال مشرف واکمنۍ ته په اشارې وویل چې 'مري صاحب، په واکمنيو کې داسې ظلمونه کېږي'.

نواب خیر بخش مري په طنزيه ډول ورته وويل: ''هو، ستا د پلار په دوره کې هم همداسې وشول''.

نواب مري د پاکستان دومره مخالف و، هغه مهال چې بېنظرې ورسره د ليدو لپاره پر ټيليفون اړيکه ونيوله نو ده د نه ځواب ورکړ.

نواب مري ورته وويل: ''که ته د پاکستان د پخوانۍ لومړۍ وزيرې په توګه راځې، نو مه راځه او که د سندهـۍ لور په توګه راځې، نو هرکله راشې''.

په تول پوره خبرې

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په بلوچستان کې تاوتريخوالی تر يوه بريده د بلوچ بېلتونپالو له لوري کېږي

نواب خير بخش مري هغسې چې په سياست او نظريې کې سخت دريځه و، له نورو سره د يو ځای کېدو او خبرو پر مهال همدومره د نرم طبيعت خاوند و.

هره جمله به يې په تول ادا کوله او اصطلاحات به يې په ډېره ځيرکتيا سره کارول، ځکه چې اصلي معنا يې بدله نه شي.

د همدې لپاره د ډېر وخت لپاره له خبريالانو لرې اوسېدوه، ځکه ده انګېرله چې خبريال د ده د خبرو اصلي معنا نه شي اخيستلای.

نواب مري د يوه سخت فکر لرلو له امله پېژندل کېده، خو هغه مهال چې خبرې به يې کولې خورا په نرمه ژبه غږېده.

خبرې يې ډېر په قاطعيت نه وې او د جملې پيل به يې 'زما په فکر، ښايي سم نه وي، زه پوهېږم که زما خبره سمه وي' کاوه.

ده له غوث بخش بزنجو، نواب اکبر بګټي او عطاء الله مېنګل سره له اوږدې مودې په دې اختلاف درلود، چې هغوی د ازاد بلوچستان لپاره وسلواله مبارزه غوره بلله.

اوس چې په بلوچستان کې کومه وسلواله مبارزه روانه ده د دې بنسټيزه نظريه نواب خير بخش مري ايښې ده.

نواب مري پخپله نه جنګېده

نواب خير بخش مري سره له دې چې د وسلوالې مبارزې بنسټګر او داعي و، خو پخپله يې په جګړه کې برخه نه ده اخيستې.

ده د مري قوم نور کسان وسلو چلولو ته هڅول، نه قلم چلولو ته.

ده د ويتنامي جنګياليو/ چريکانو او د امريکايي پوځ ترمنځ د شوې جګړې ارزونه وکړه او دا يې بيا له مري چريکانو او پاکستاني پوځ سره مقايسه کړل.

ده د چريکانو او پاکستاني پوځيانو قد او اندام، يو ساعت د جګړې کولو وړتيا او د واټن وهلو شمېرې ورکړې او بيا دې پايلې ته ورسېد چې په جګړه کې بلوچ ګوريلايان له پاکستان پوځ نه تکړه دي.

د نواب خير بخش مري سياست تل تر نيوکو لاندې و. د ده خپل زوی بالاچ مري د جګړې په ميدان کې جنګېدلی، خو نواب مري سره له دې چې د وسلوالې مبارزې داعي و، پخپله نه دی جنګېدلی.

دی په يوه وخت کې مارکسست او بلوچ ملتپاله و، قبايل هم او له يوه اړخه توکم پاله هم و، ځکه د خپلې طبقې پنجابيان يې هم نه خوښول.

دغه څلور شيان د ده په شخصيت کې ګډ شوي و چې په پايله کې يې پېچلتياوې رامنځته کړې وې.

له دې ټولو سره سره دا هم يو حقيقت دی چې نواب خير بخش مري مړ شو، خو د هغه فکر او اند به د بلوچ چريکانو وړتيا تر ډېره ژوندۍ وساتي.

ورته مطالب