'د وزیرستان عملیاتو کې ۱۶۷ 'ترهګر' وژل شوي'

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د پاکستان پوځ ویلي، په شمالي وزیرستان کې د اورپکو پرضد پیل شوي عملیات په بریالیتوب روان ديو چې په وینا یې تر اوسه په دې عملیاتو کې ۱۶۷ 'ترهګر' وژل شوي او د په ټولو ښارونو کې امنیت ټینګ شوی دی.

بل خوا، د پاکستان پوځ ویلي، چې د عملیاتو له پیل راهیسې یې د هېواد په ټولو لویو ښارونو کې امنیت ټینګ کړی، خو د پاکستاني طالبانو تحریک له ټولو پانګوالو، شرکتونو او ملي ادارو له حکومت سره د هر راز معاملې د بندولو غوښتنه کړې ده.

د پوځ د معلوماتو څانګې ویلي، د دوشنبې پر ګهیځ یې د شمالي وزیرستان شوال سیمه کې د ترهګرو شپږ ځالې په نښه کړې، چې لږترلږه ۲۷ اورپکي پکې وژل شوي.

ازبک سخت دریځي

پوځ وايي، د بریدونو په سیمه کې د ولسي وګړو د اوسېدو هېڅ ودانۍ نه شته.

د پوځ یوه اعلامیه کې ویل شوي د یکشنبې ورځې په عملیاتو کې ټول ټال ۱۴۰ ترهګر وژل شوي، چې زیاتره پکې ازبک سخت دریځي دي.

د پوځ د ادعا له مخې، په بمبارۍ کې د اورپکو د اړیکو یو لوی مرکز هم له منځه وړل شوی.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د پاکستان حکومت وایي د عملیاتو له پیل وروسته يې د وسلوالو مخالفینو د احتمالي غبرګون له کبله په لویو ښارونو کې امنیتي ګامونه اخيستي دي.

پوځ وايي، عملیات به میر علي او میران شاه ته هم وغځوي.

د پاکستان پوځ په دې عملیاتو او ځوابي بریدونو کې د خپلو درو پوځيانو د ټپي کېدو خبر ورکړی.

د پاکستان پوځ اعلان کړی چې د حکومت په لارښوونه یې د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمه کې د پاکستاني او بهرنیو وسله والو ډلو پر ضد لوی ځمکني او هوایي عملیات پیل کړي دي.

د پاکستان د پوځي ادارې عامه اړیکو له څانګې په خپره شوې وینا پاڼه کې راغلي چې دې عملیاتو ته د "ضربِ عضب" نوم ورکړل شوی دی.

د پاکستان د پوځ ویاند عاصم باجوه وویل چې عملیات د یکشنبې په ورځ پیل کړای شوي دي او موخه یې د ځایي او بهرنیو ترهګرو له منځه وړل دي چې په وینا یې شمالي وزیرستان کې یې خپلې ځآلې جوړې کړي دي.

نوموړي زیاته کړه چې دغو وسلوالو په شمالي وزیرستان کې له موجودیت نه په ګټې اخېستو د پاکستان حکومت پر ضد جګړه پیل کړې وه او د خلکو ژوند یې له ګډوډۍ سره مخامخ کړی و.

د پاکستان پوځ ویاند وایي چې د حکومت له خوا ورته مسولیت ورکړل شوی چې د ټولو ډلو وسلوال په نښه کړي.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف هم رسنیو ته وویل چې له ډیرو سلا مشورو وروسته یې دا ګام پورته کړی.

نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې وسلوالو طالبانو د سولې لپاره د خبرو اترو بهیر تر پښو لاندې کړ او حکومت سره له عملیاتو پرته بله لار نه وه پاتې.

د پاکستان حکومت وایي د عملیاتو له پیل وروسته يې د وسلوالو مخالفینو د احتمالي غبرګون له کبله په لویو ښارونو کې امنیتي ګامونه اخيستي دي.

په اسلام اباد کې زموږ همکار طاهر خان په خپل رپوټ کې زیاتوي چې د عملیاتو له پیل لږ وړاندې د طالبانو یو ویاند شاهدالله شاهد یو ځل بیا حکومت سره د خبرو اترو وړاندیز وکړ خو زیاته یې کړه چې دوی جګړې ته هم چمتو دي.

د پاکستان پر حکومت له څه وخت راهیسې د وسلوالو پر ضد د لویو عملیاتو پیلولو فشار ډیر زیات شوی و.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویلیم برنز په تېره مئ میاشت کې اسلام اباد ته په خپل سفر کې پر پاکستاني حکومت ټینګار کړی و چې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو خوندي مرکزونه له منځه یوسي.

ورته مطالب