شمالي وزيرستان کې ډرون ۴ کسان وژلي دي

د انځور حقوق e
Image caption جون مياشت کې د ډرون دوو بريدونو ۱۶ کسان ووژل

راپورونه وايي د پاکستان په قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کې د بې پيلوټه الوتکې په يوه بريد کې څلور کسان وژل شوي دي.

د معلوماتو له مخې په دغه بريد کې چې شمالي وزيرستان سره نژدې د ميرانشاه په درګاه منډي کې په يوه کور او يوه موټر شوی دوه توغندي توغول شوي.

پر همدې مهال له تېرو څو ورځو راهيسې د پاکستان پوځ شمالي وزیرستان کې پراخ پوځي عمليات پيل کړي دي.

دا لومړی ځل دی چې د پوځي عملياتو پر مهال د بې پيلوټه/ ډرون الوتکې بريد کېږي.

له دې مخکې د جون پر ۱۱مه پاکستاني چارواکو تاييد کړه، چې په شمالي وزيرستان کې د ډرون په دوو جلا بريدونو کې لږترلږه ۱۶ کسان ووژل شول.

دغه بريد چې ۱۶ کسه په کې ووژل شول د سږکال لومړنی بريد و.

د پاکستاني طالبانو او حکومت ترمنځ د سولې خبرو پر مهال امريکايي چارواکي د بريدونو نه کولو پلويان وو، خو اوس دغه لړۍ بېرته پيل شوې ده.

بل خوا د پاکستان پوځ د تازه معلوماتو له مخې د عملياتو پر مهال يې د ۲۵ کسان وژلي، چې ملکيان هم په کې دي.

دوی ادعا کوي په دغو بريدونو کې يې د چاودېدونکو توکو فابريکه، د وسلوالو پټنځايونه او د رزونې مرکزونه هم ويجاړ کړي دي.

پر همدې مهال په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو مشر جوزف ډنفورډ ويلي امريکا په قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کې د پاکستان د پوځ له لوري عملياتو پر ګډه پوله اندېښنې زياتې کړې دي.

پوځي چارواکي وايي عمليات له پلان سره سم پر مخ روان دي او په مير علي او ميرانشاه کې د توندلارو ډېر مرکزونه محاصره شوي دي.

چارواکي وايي پوځي عمليات د اوسېدو پر سيمو کې نه کېږي او کله چې عمليات پلان شي له تاييد وروسته ټول اوسېدونکي خوندي ځايونو ته وېستل کېږي.

ورته مطالب