امريکا څلور ''پاکستانۍ ډلې ترهګرې'' وبللې

د انځور حقوق AFP
Image caption د جماعت الدعوه د ډلې مشر حافظ محمد سعيد لا له وړاندې د ترهګرو په لست کې راغلی دی

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ترهګرو ډلو په نوملړ کې تعدیل راوستی او د جماعت الدعوه په ګډون يې په لشکر طيبه پورې تړلې څلور ډلې په دغه نوملړ کې شاملې کړې دي.

د بهرنيو چارو وزارت له لوري په خپره شوې ويناپاڼه کې ويل شوي د دغو څلورو ډلو نومونه له لشکر طيبه جلا دي، خو له بنديزونو د خلاصېدو لپاره بيا بيا خپل نومونه بدلوي.

هغه څلور ډلې چې په دغه نوملړ کې اضافه شوي؛ جماعت الدعوه، انفال ټرسټ، تحريک حرمت رسول او تحريک تحفظ قبله اول نومېږي.

له دې پرته د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د لشکر طيبه دوه جګپوړي غړي نذير احمد چوهدري او محمد حسين ګل هم نړیوال ترهګر بللي دي.

د امريکا د ماليې وزارت د معلوماتو له مخې نذير احمد چوهدري له لومړيو ورځو راهيسې له لشکر طیبه سره و او محمد حسين ګل د لشکر د بنسټګرو څخه يو دی، چې اوس د دغې ډلې مالي چارې پر مخ بيايي.

د ترهګرو په نوملړ کې د دغو کسانو له شاملېدو وروسته د امريکا د قانون له مخې د دغو تنظيمونو او د هغو د غړو پيسې کنګل کېږي.

له دې اعلان وروسته هېڅ امريکايي تبعه نه شي کولای له دغو ډلو او د دوی له غړو سره مالي راکړه ورکړه وکړي.

امريکا په ۲۰۰۱ کال کې لشکر طيبه ترهګره ډله وبلله.

د بهرنيو چارو وزارت وايي لشکر طيبه په ۲۰۰۸ کال د هند پر ممبيي د بريدونو مسووليت پر غاړه واخيست، چې ۱۶۳ کسان په کې ووژل شول.

له دې پرته په ۲۰۱۱ کال کې په جمو او کشمير کې هم دغه ډله په څو بريدونو کې پړه بلل شوې ده.

د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې لشکر طيبه اوس په افغانستان کې هم بريدونه کوي او د ۲۰۱۴ کال په مې مياشت کې هم په هرات کې د هند پر کونسلګرۍ د بريد تر شا د لشکر طيبه لاس و.

امريکا د جماعت الدعوه مشر حافظ سعيد هم د ترهګرو په نوملړ کې راوستی او د هغه د نيولو لپاره يې د لس ميليونه ډالرو اعلان کړی دی.

د پاکستان پر پوځ دا تور لګول کېږي چې د لشکر طيبې سره خواخوږي لري او د دوی په مرسته لشکر طيبه پياوړې کېږي، خو پاکستان دا تورونه ردوي.

ورته مطالب